Book Name:Shan e Ameer e Muawiya
يـې خليفه جوړ کړو، دا ټولې عطاګانې د هٰغه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نُور مبارک پۀ برکت وې، کوم چې الله پاک د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ تندي کښې ايښودے وو، هم د دغه نُور برکت وو چې حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام ته ټولو فرښتو سجده اوکړه، د فرښتو پۀ دې پاکه ډله کښې شيطان هم وو، هغۀ پۀ خپل عبادت باندې غرور کولو، کله چې حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام ته د سجدې کولو حکم وشو نو ټولو فرښتو سجده اوکړه خو شيطان اونکړه، دې بد بخته تکبر اوکړو: اوئې وئيل: زۀ د وور نه پيدا يم، آدم د خاورو نه جوړ کړے شوے دے۔ دې بد بخته شيطان عقل نۀ لرلو، دۀ ته دا خو پۀ نظر راتلل چې د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام وجود خو د خاورو نه جوړ کړے شوے دے خو دا يـې اونه ليدل چې د هغوئي پۀ تندي کښې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نُور ځليږي۔
الله پاک دې مونږ د غرور او تکبر نه محفوظ کړي، هميشه دې مونږ د نيکانو خلقو، د نبيانو، وليانو ادب کوونکي لري۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
شيطان او د هغۀ باطني بيماريانې
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اوس دلته يوه ډيره بنيادي پوښتنه ده، کومه چې کيدے شي زمونږ پۀ ذهنونو کښې هم راپورته کيږي چې شيطان اخر ولې مردود شو، ولې پۀ نافرمانۍ کښې اخته شو؟ د دې جواب دا دے چې هغه خپل نفس پۀ دوکه کښې واچولو، دا بد بخته د دريو باطني بيمارو ښکار وو۔
د دۀ وړومبۍ باطني بيماري ده: حَسَد۔ يعنې د الله پاک پۀ تقسيم باندې نۀ راضي کيدل،