Shan e Ameer e Muawiya

Book Name:Shan e Ameer e Muawiya

دوزخ ته دې رسولي دي، نن به تۀ د هٰغه ټولو د تکليف برابر پۀ تکليف کښې اخته کولے شې۔ تا څومره ډير ژوند بياموندو، څومره دې بے لارې کړل، څومره دې دوزخ ته ورسول، هٰغه ټول پۀ دوزخ کښې ستا انتظار کوي، ستا مهلت ختم شو، اوس تښته! چرته به تښتې۔

هٰغه وخت به شيطان مردود ته د تښتيدو هيڅ ځائے نۀ ميلاؤيږي، دا به د ليونو پۀ شان کله د مشرق طرف ته ځي، کله به د مغرب طرف ته ځي، کله به پۀ سمندر کښې غوپې وهي خو چې چرته هم ځي نو حضرت ملک المَوت عَلَیْهِ السَّلَام به د هغۀ مخې ته وي۔ داسې به پۀ منډو وهلو وهلو د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام مزار ته ورسيږي او وائي به: اے آدمه! هُم ستا پۀ وجه زۀ مردود شوم، کاش چې تۀ هډو پيدا شوے نۀ وے۔

د الله پاک پناه! څومره خبيث دے! پۀ داسې حالت کښې به هم د خپلې ګناه الزام پۀ نورو باندې لګوي۔ بيا به دا پۀ منډو منډو هٰغه ځائے ته راشي د چرته نه چې دا پۀ وړومبي ځل مردود شوے او زمکې ته راکوز کړے شوے وو، د دې پورې چې زمکه به د وور پۀ شان لمبې وهي، د دوزخيانو راښکونکې فرښتے به دا داسې راګير کړي او دا به پۀ ازغنو زنځيرونو وتړلے شي، بيا چې د څو پورې الله پاک غواړي دا به د ځنکدن پۀ درد او تکليف کښې وي، بيا به حضرت آدم او حوا علَيهِما السَّلام راپورته کړے شي او ورته به ووئيلے شي: اے آدمه! اے حوا! دا دے ستاسو دښمن۔۔۔!! وګورئ چې څنګه پۀ عذاب کښې راګير دے، کله چې هغوئي دا مردود د ځنکدن پۀ سخته کښې درديدونکے، د تکليف پۀ وجه پۀ ګډ وډ حالت کښې وويني نو وائي به: رَبَّنَا قَدْ اَتْمَمْتَ عَلَیْنَا النِّعْمَۃَ اے زمونږه ربه! (زمونږ دښمن له پۀ داسې سزا ورکولو) تا پۀ مونږ باندې خپل نعمت تمام کړو۔ اخر به شيطان مردود پۀ درديدونکي مرګ مړ شي۔ ([1])


 

 



[1]... تَنْبِیْهُ الْغَافِلِین، باب الحکایات ، صفحہ:360 خلاصۃً۔