Shan e Ameer e Muawiya

Book Name:Shan e Ameer e Muawiya

دا څنګه سرکشي ده۔ څومره لوئي جرأت دے۔ د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ فرمان باندې ګوتې اوچتول، د قرآن او د حديث احکامات پۀ خپل ناقص عقل باندې تلل د کوم ځائے مسلماني ده۔۔۔!! د مسلمان خو معنیٰ هم سر ښکته کوونکے دے۔ څوک چې د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ فرمان باندې هم سر ټيټ نۀ کړي، بيا به هغه چرته سر ښکته کوي۔۔۔؟ آيا مَعَاذَ الله! پۀ شيطان پسې به ځي۔۔۔؟ سرکشي هم د شيطان صفت دے او څوک چې سرکشي کوي، هغه د هغۀ د ورورولۍ نه دے۔  مونږه اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مسلمانان يو، شيطان زمونږ ښکاره دښمن دے، زمونږ سره هيڅکله دا نۀ ښائي چې د هغۀ پۀ شان صفت اختيار کړو۔ ځکه مونږ له هر ساعت، هر وخت، پۀ هر حال کښې د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ فرمان باندې سر ښکته کول پکار دي،  که پۀ هٰغه فرمان مونږ پوهيږو او که نۀ مونږ له  لَبَّيک وئيل پکار دي۔ سيِّدُ المُبَلِّغِين، رَحمةٌ لِّلعَالَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلے دے: څوک چې پۀ دُنيا کښې سرکشي اوکړي الله پاک به د قيامت پۀ ورځ هغه ذليله کړي او څوک چې پۀ دُنيا کښې عاجزي اختيار کړي الله پاک به د قيامت پۀ ورځ هغۀ ته يوه فرښته اوليږي کومه به چې هغۀ ته وائي: اے نيک بنده! الله پاک فرمائي چې زما پۀ قرب کښې راشه ولې چې تۀ پۀ هٰغه خلقو کښې يـې چې پۀ کومو نن نۀ څۀ ويره شته او نۀ څۀ غم۔ ([1])

الله پاک دې مونږ د دې ټولو باطني بيمارو نه محفوظ کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                    صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

د بيان خُلاصه

د کلام خلاصه دا ده چې شيطان بد بخته د مردود کيدو نه مخکښې ډير عبادت ګزار وو خو دا بد بخته د دريو باطني بيمارو ښکار شو: (1): حَسَد (2): تکبّر (3): سرکشي۔ د


 

 



[1]... تاریخ دمشق، رقم:6849، محمد بن عمر بن محمد بن سلام، جلد:54، صفحہ:431۔