Book Name:Shan e Ameer e Muawiya
نافرمانه وو، دۀ ځان د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام نه ښه وګڼو او هم د دغه تکبر پۀ وجه مردود شو۔
پۀ روايتونو کښې دي: يو ځل شيطان د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پۀ خِدمت کښې حاضر شو او عرض يـې اوکړو: اے موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام تاسو کليمُ الله يـۍ۔ تاسو ته د الله پاک سره د کلام کولو سعادت ميلاؤيږي، د الله پاک پۀ بارګاه کښې سفارش اوکړئ چې زما خطاګانې اوبخښي۔ حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د دې مردود خواست قبول کړو۔ کله چې هغوئي ته د الله پاک سره د کلام کولو سعادت نصيب شو نو هغوئي د شيطان خواست هم وړاندې کړو۔ الله پاک وفرمائيل: اے موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام! شيطان ته ووايه چې هغه د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام قبر ته تعظيمي سجده اوکړي نو د هغۀ توبه به قبوله کړے شي۔ حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام چې شيطان ته دا پيغام ورسولو نو هٰغه مردود د تکبر پۀ نشه کښې غصه شو او اوئې وئيل: ما آدم ته سجده اونکړه نو اوس به يـې د هغۀ قبر ته څنګه اوکړم؟ دا هيڅکله هم نۀ قبلووم۔ ([1])
الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اندازه ولګوئ چې د دې بد بخته هم د تکبر هم څۀ حد شته ۔۔۔!! الله پاک دې مونږ د دې شيطاني بيمارۍ نه محفوظ کړي۔ چرې هم د چا سره هم تکبر مۀ کوئ! څوک هم د ځان نه کم تر مۀ ګڼئ! ځکه چې دا باطني بيماري زړۀ ړندوي۔
پۀ زړۀ باندې د مُهر لګيدو يوه وجه
الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
كَذٰلِكَ یَطْبَعُ اللّٰهُ عَلٰى كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ(۳۵)(پارہ:24، سورۀ المؤمن:35)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اللہ د هر کبرژن سرکشه پۀ زړۀ هُم داسې مُهر لګوي۔