Shan e Ameer e Muawiya

Book Name:Shan e Ameer e Muawiya

د چا سره پۀ نعمت ليدلو سوزيدل، د هغۀ نه د هٰغه نعمت د لاس نه د تللو ارمان کول۔ ([1]) د شيطان بد بخته پۀ دې خبره حَسَد وو چې اخر حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام ولې خليفه جوړولے کيږي۔ د هغۀ هم دې حَسَد هغه ډوب کړو او دا بد بخته پۀ نافرمانۍ کولو مردود شو۔ ([2])

حَسَد شيطاني مرض دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې ځائے نه اندازه ولګوئ چې حَسَد څومره لويه بيماري ده: پۀ حديثِ پاک کښې دي: حَسَد نيکۍ داسې خوري لکه څنګه چې وور وچ لرګي سيزي۔ ([3])

اَلامَانُ وَالحَفيظُ! مونږ له د حَسَد نه ځان بچ کول پکار دي او د دې خرابې بيمارۍ نه پناه هم غوښتل پکار دي! الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې د حَسَد کوونکو نه د پناه غوښتو حکم کړے دے، ارشاد دے:

وَ مِنْ شَرِّ حَاسِدٍ اِذَا حَسَدَ۠(۵)(پارہ:30، سورۀ الفلق:5)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د حَسَد والا د شر نه چې کله هغه حَسَد اوکړي۔

اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اندازه ولګوئ چې حَسَد څومره لويه فتنه او څومره لوئي شَر دے چې رَبِّ کائنات حَسَد کوونکے د شيطان سره يو ځائے کړو او حکم يـې اوکړو چې د دې ټولو نه پناه غواړئ! ([4])

اِمامِ غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: * حَسَد پۀ نا قرارۍ او بے مقصده غم او فِکر کښې اخته کول کوي * د حَسَد پۀ وجه اِنسان د ذلت او محرومۍ پۀ لعنت کښې راګيريږي او * د حَسَد يوه لويه تباهي دا ده چې حَسَد زړونه ړندوي، د دې پورې چې د الله پاک د


 

 



[1]... حدیقۃ الندیۃ، الباب الثانی، الخلق الخامس عشر الحَسَد، المبحث الاول، جلد:3، صفحہ:34 ملتقطًا۔

[2]... احیاء العلوم الدین، کتاب ذم الغضب والحقد والحَسَد، القول فی ذم الحَسَد...الخ، جلد:3، صفحہ:242 خلاصۃً۔

[3]... ابن ماجہ، کتاب الزہد، باب الحَسَد، صفحہ:683، حدیث:4210 ۔

[4]... منہاج العابدین، صفحہ:163 بتغیر قلیل ۔