Shan e Ameer e Muawiya

Book Name:Shan e Ameer e Muawiya

نبي تعظيم ډيره اهمه فريضه ده او څوک چې د دې تعظيم نه مخ اړوي، هغه د رحمت نه محرومه، مردود او رټلے شوے جوړيږي۔ ([1])

باادب ہے بانصیب اے اَہْلِ دِیں                     بےاَدب      سے      بدنصیبی      ہے      قریں(نزدیک)([2])

خير! الله پاک چې فرښتو ته د سجدې کولو حکم اوکړو نو څۀ وشو؟ ارشاد دے:

فَسَجَدُوْۤا(پارہ: 1، سورۀ البقرة: 34)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو هغوئي ټولو سجده اوکړه۔

علمائے کرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم فرمائي: کله چې حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام پيدا کړے شو نو د هغوئي پۀ تندي مبارک کښې زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نُور مبارک ځليدو، د دغه نُور پۀ برکت حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام ته عزت ورکړے شو او فرښتو ته د دغه نُور د تعظيم د پاره د سجدې حکم اوکړے شو يعنې حضرت آدم               عَلَیْهِ السَّلَام قبله وه او اصلي تعظيم د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نُور مبارک مقصد وو۔ ([3])

فرشتوں نے کیا آدم کو سجدہ               یہ تھی تعظیم نورِ مصطفےٰ کی([4])

خير! ټولو فرښتو د الله پاک حکم اومنو او د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ وړاندې سر پۀ سجده شوې۔

پۀ اطاعت کښې د تادۍ اِنعام

د روايتونو مطابق هٰغه وخت د ټولو نه وړومبے حضرت اسرافيل عَلَیْهِ السَّلَام سجده اوکړه، هغوئي پۀ اطاعت کښې تادي اوکړه، ځکه هغوئي ته د دې انعام ورکړے شو چې د هغوئي پۀ تندي مبارک باندې ټول قرآن وليکلے شو۔ ([5])


 

 



[1]... تفسیر نعیمی، پارہ:1، سورۃ البقرۃ، زیر آیت:34، جلد:1، صفحہ:288 خلاصۃً۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:241۔

[3]... تفسیر کبیر، پارہ:3، سورۃ البقرۃ، زیر آیت:253، جلد:2، صفحہ:525۔

[4]... قبالہ بخشش، صفحہ:279۔

[5]... تفسیر درمنثور، پارہ:1، سورۃ البقرۃ، زیر آیت:34، جلد:1، صفحہ:123۔