Shan e Ameer e Muawiya

Book Name:Shan e Ameer e Muawiya

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې کښې زمونږ د پاره سبق دے چې مونږ له هم پۀ اطاعت کښې تادي کول پکار دي! دا پۀ ذِهن کښې ساتئ چې تادي کول د نقصان خبره ده، پۀ حديثِ پاک کښې دا شيطاني کار ګرځولے شوے دے۔ ([1]) خو د نيکۍ پۀ کار کښې چرې هم د لم ليټ نه کار اخستل نۀ دي پکار، که چرې زمونږ پۀ زړۀ کښې د نيکۍ خيال راغلے نو چې بيا وخت وانۀ ړوو، زر زر نيکي اوکړو ولې چې د الله پاک د اطاعت کولو ثواب پۀ خپل ځائے،خو پۀ دې اطاعت د شوق او ذوق ښودلو، د تادۍ کولو خپل هم برکتونه دي۔ منقول دي: چي يو ځل حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ غسل خانه کښې وو چې د خپلو جامو د صدقه کولو خيال يـې پۀ زړۀ کښې راغلو نو فوراً يـې (د پردې انتظام اوکړو او) بهر يـې تشريف راوړو او جامې يـې صدقه کړې، بيا واپس دننه لاړو۔ کله چې فارغ شو او تشريف يـې بهر راوړو نو چا عرض اوکړو: د جامو د خيرات کولو داسې څۀ تادي وه؟ اوئې فرمائيل: زما سره ويره شوه چې شيطان زما اِراده بدله نکړي۔ ([2])

سُبْحٰنَ اللہ! مونږ له هم پۀ اطاعت کښې تادي کول پکار دي۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                                                صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

الله پاک نور فرمائي:

اِلَّاۤ اِبْلِیْسَؕ-اَبٰى وَ اسْتَكْبَرَ ﱪ وَ كَانَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ(۳۴)(پارہ: 1، سورۀ البقرة: 34)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: خو ابليس د دې نه انکار اوکړو او تکبر يـې اوکړو او کافِر شو۔

يعنې ټولو فرښتو حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام ته سجده اوکړه خو يو بدبخته وو، کوم چې


 

 



[1]... مسند اسحاق بن راہویہ، صفحہ:195، حدیث:487۔

[2]... الزواجر، کتاب الزکاۃ، الکبیرۃ السابعۃ والثامنۃ والعشرون بعد المائۃ، ترک الزکاۃ...الخ، جلد:1، صفحہ:336۔