Shan e Ameer e Muawiya

Book Name:Shan e Ameer e Muawiya

دُنيا پۀ ختميدو شي، د شپيلۍ پوکلو ته بالکل نزدې شي، هٰغه وخت به خلق پۀ بازارونو کښې وي، ځينې به د يو بل سره خبرې کوي، څوک به پۀ خپل مينځ کښې جګړې کوي، څوک به پۀ څۀ اخستو او خرڅولو کښې مصروف وي چې ناڅاپه به د يوې زورورې دهماکې پۀ شان اواز راشي، د هغې پۀ اوريدو به نيم خلق بے هوشه شي او راپريوځي به، بيا به د دريو ورځو پورې دوئي پۀ هوش کښې نۀ راځي، د باقي نورو خلقو عقل به ختم شي او هغوئي به بالکل ليوني شي۔

بيا به لا خلق پۀ دې حالت کښې وي چې د اسمان او زمکې ترمينځه به د تندر پۀ شان زورور اواز وشي، د دې سره به دُنيا فنا شي۔ دا هٰغه وخت دے د کوم وخت پورې چې شيطان له مهلت ورکړے شوے دے، بيا به الله پاک حضرت ملک المَوت عَلَیْهِ السَّلَام ته حکم اوکړي: اے ملک المَوته! ما د مخکښينو وروستنو د تعداد برابر ستا مددګار جوړ کړل، پۀ تا کښې مې د زمکې او اسمان والؤ طاقت کيښودو، نن تا ته د غضب جامې اغوستے کيږي، نن زما د غضب سره د شيطان خوا له لاړ شه او پۀ هغۀ باندې د مرګ خوند وڅکه او د اوسه پورې چې پۀ څومره پيريانو او اِنسانانو باندې د مرګ تکليفونه راغلي دي، د هٰغه ټولو د تکليفونو د مجموعې نه هم ډير چنده زيات تکليف دې مردود له ورکړه۔

د دې سره به د دوزخ داروغه ته د دوزخ د دروازو د برسيره کولو حکم وشي، بيا به حضرت ملک المَوت عَلَیْهِ السَّلَام د داسې خطرناک شکل سره د شيطان خوا له لاړ شي چې که هغوئي پۀ دغه شکل او حالت کښې د زمکې او اسمان والا وويني نو د واورې پۀ شان به وِيلې شي۔ حضرت ملک المَوت عَلَیْهِ السَّلَام به شيطان راونيسي، د هغوئي د نيولو اواز به دومره خطرناک وي چې که د مشرق او د مغرب والا هغه واوري نو د هغوئي عقل به کار پريږدي۔ پۀ دې هيبت ناک منظر ليدو به شيطان منډې کړي، حضرت ملک المَوت         عَلَیْهِ السَّلَام به وفرمائي: اے خبيثه! ودريږه! تا چې اوسه پورې څومره بے لارې کړي دي او