Shan e Ameer e Muawiya

Book Name:Shan e Ameer e Muawiya

هميشه د پاره صرف او صرف د الله پاک سره خاص ده (د يو نبي عَلَیْهِ السَّلَام پۀ شريعت کښې هم د غيرُ الله د پاره د عبادت سجده جائز نۀ وه بلکې دا پۀ هر دور کښې شِرک وو او اوس هم دے) (2): دويمه ده تعظيمي سجده يعنې څوک مخلوق او د الله پاک بنده ګڼل او صرف د تعظيم د پاره ورته سجده کول، (دا پۀ مخکښينو شريعتونو کښې جائز وه خو) زمونږ پۀ شريعت کښې نا جائزه او حرامه ده۔ ([1]) فرښتو ته چې حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام ته د کومې سجدې کولو حکم اوکړے شو، دا هم تعظيمي سجده وه يعنې دا وفرمائيلے شو چې اے فرښتو! حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام خليفه جوړ کړے شوے دے او دا پۀ تاسو باندې پۀعِلم کښې فضيلت لري، د هغوئي د تعظيم د پاره او د هغوئي پۀ خِلافت منلو، هغوئي ته سجده اوکړئ! ([2])

اول او اخر تعظيمِ نبي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې ځائے کښې د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډيره ايمان تازه کوونکې نکته بيان کړې ده، هغوئي فرمائي: دا پۀ دې جهان کښې د اِنسان شروع وه يعنې حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام وړومبے اِنسان او وړومبے نبي دے، د کوم چې پۀ فرښتو باندې تعظيم اوکړے شو، داسې به چې کله بل جهان ته رسيږو يعنې قيامت به راځي نو د هٰغه جهان شروع به هم د نبي د تعظيم نه کيږي، ټول مخلوق به د حشر پۀ ميدان کښې د ګرمۍ نه تنګ شي نو د نبيانو پۀ خدمت کښې به حاضر شي او داسې به يو يو له ځي او ټول مخلوق به بارګاهِ رسالت           [صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم] ته حاضر شي او د شفاعت سوال به کوي، دا هر څۀ به هم د نبي د تعظيم د پاره وي، دلته مونږ ته دا خبره د زدکړې د پاره ميلاؤيږي چې د اِنسان د تاريخ شروع هم د نبي د تعظيم نه ده او انتها هم د نبي د تعظيم نه ده، د دې نه مونږ ته معلومه شوه چې د


 

 



[1]... فتاویٰ رضویہ، جلد:22 صفحہ:413 ۔

[2]... تفسیرِ روح البیان، پارہ:1، سورۃ البقرۃ، زیر آیت:34، جلد:1، صفحہ:106 خلاصۃً۔