Shan e Ameer e Muawiya

Book Name:Shan e Ameer e Muawiya

چې خپل اعمال د نوي سر نه شروع کړئ، ما دغه ګنهګار (د هغه د ښۀ ګمان يعنې  د ښۀ او مثبت سوچ پۀ وجه) اوبخښلو او د عبادت ګزار اعمال مې ضائع کړل! پۀ يو روايت کښې دي چې هٰغه وريځې کومو چې پۀ عبادت ګزار باندې سورے کړے وو، هٰغه وخت د عبادت ګزار نه لرې شوې او د ګهنګار پۀ سر باندې راغلې۔ ([1])

اِلٰہی میں تیری عطا مانگتا ہوں               کرم مغفرت کی دُعا مانگتا ہوں

اِلٰہی نہیں چاہئے تختِ شاہی              فقط تیری رحمت خُدا! مانگتا ہوں

بچانا بُرے خاتمے سے بچانا               میں ایمان پر خاتمہ مانگتا ہوں([2])

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                                                صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

(3): سرکشي او باغي  طبیعت

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دريمه باطني بيماري کومه چې د شيطان د هلاکت سبب جوړه شوه، هغه ده: تَمَرُّد یعنې سرکشي۔ دا بد بخته عبادت ګزار خو وو خو پۀ دۀ کښې د سرکشۍ جذبه هم موجوده وه، د دۀ طبيعت باغي وو، د دۀ دغې باطني بيمارۍ دا رسوا کړو، پۀ دې وجه دۀ د الله پاک پۀ حُضُور کښې د خبرو کولو جرأت اوکړو او د خپل اوچت مقام نه راپريوتو او مردود شو۔

د شيطان د سرکشۍ وړومبے اِظهار

پۀ روايتونو کښې دي: کله چې رَبِّ کائنات پۀ خپل دستِ قُدرت باندې د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د خاورو نه مبارک وجود جوړ کړو، لا يـې پۀ هغې کښې رُوح هم نۀ وو اچولے، د يوې مودې پورې دا وجود مبارک هم داسې وو، فرښتو داسې شکل چرته نۀ وو ليدلے،


 

 



[1]... مکاشفۃ القلوب، باب فی بیان ذم الکبر، صفحہ:305۔

[2]... وسائل فردوس ، صفحہ:1-3۔