Book Name:Shan e Ameer e Muawiya
دې دريو بيمارو پۀ وجه دې بد بخته نافرماني اوکړه، د الله پاک د نبي حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام سپکاوے يـې اوکړو او پۀ کُفر کښې اخته شو او هم د دې دريو بيمارو پۀ وجه دا بد انجامه د قرب د منزل نه رټلے شوے ويستلے شو۔ ځکه مونږ له پکار دي چې د دې دريو واړو بيمارو نه هميشه ځان بچ کړو * مونږ له د چا سره هم حَسَد نۀ دي کول پکار، الله پاک چې چا ته کوم نعمت، کوم مقام او مرتبه عطا کړې ده، پۀ هغې سوزيدل نۀ دي پکار، هميشه د الله پاک پۀ تقسيم باندې راضي اوسيدل دي * څوک هم کم تر نۀ دي ګڼل پکار، ځان ښۀ نۀ دي ګڼل پکار، بلکې هميشه د عاجزۍ نمونه جوړيدل پکار دي او * هيڅکله هم سرکشي نۀ دي کول پکار، د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مقابله کښې چرې هم بغاوت نۀ دي کول پکار، څۀ چې الله او رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي، زمونږ د پاره اخري ټکے دے۔ که هٰغه خبره زمونږ پۀ وړوکي شان عقل کښې راځي او که نۀ، مونږ له پۀ هغې باندې سر ښکته کول او پۀ هغې باندې عمل کول دي۔ الله پاک دې مونږ ټولو ته دعمل کولو توفيق راعطا کړي او د شيطاني صفتونو نه مو دې لرې اوسيدل نصيب کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د مَعرِفَةُ الـقُرآن موبائل ايپلي کيشن تعارف
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي I.T ډيپارټمنټ يو ډير ښکلے موبائل ايپلي کيشن پۀ نوم د مَعرِفَةُ الـقُرآن جاري کړے دے۔ تاسو د دې ايپلي کيشن پۀ ذريعه * د قرآنِ پاک لفظي او با مُحَاوَرَه ترجمه لوستلے شئ * پۀ دې ايپلي کيشن کښې د آيتونو عنوانات هم ورکړے شوي دي، د کومو پۀ مدد چې د خپلې خوښې مطابق موضوع او قرآني آيتونه کتلے او لټولے شئ۔ خصوصاً مبلغ اِسلامي وروڼه د دې آپشن نه ډير مدد اخستے شي * پۀ دې ايپلي کيشن کښې سرچ آپشن هم موجود دے، د کوم پۀ مدد چې د آيتونو پۀ لټولو