Book Name:Shan e Ameer e Muawiya
احکامو د اوريدو او پۀ دې باندې د پوهيدو صلاحيت ختموي۔ ([1])
د شيطان د انجام نه عبرت حاصل کړئ
حضرت علامه عبدُ اولوهاب شَعراني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چې چا له الله پاک پۀ تا باندې برتري درکړې ده د هغۀ سره د حَسَد کولو نه پرهيز اوکړه! ګنې الله پاک به تا داسې مسخ کړي (يعنې ستا فطرت به داسې بدل کړے شي) لکه څنګه چې يې د ابليس د فرښتو والا شکل نه شيطاني شکل ته مسخ (بدل) کړو۔ ([2])
د ايمان دولت د لاسو نه د وتو خطره
د الله پاک د خوږ حبيب، د زړونو د طبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: پۀ تاسو کښې د مخکښينو اُمتونو بيمارۍ حَسَد او بُغض لګيدلے دے، دا راويستونکي بيماري ده، زۀ دا نۀ وايم چې ويښته راوباسي ده خو دا دِين راوباسي ۔ ([3])
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک لاندې فرمائي: داسې چې دِين او ايمان د جرړې نه ختموي کله اِنسان پۀ بُغض او حَسَد کښې اِسلام هم پريږدي شيطان هم دې دوو بيمارو وهلےدے۔ ([4])
حضرت فضيل بن عياض رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل يو شاګرد خوا له د ځنکدن پۀ حالت کښې تشريف يوړلو او د هغۀ پۀ خوا کښې کيناستو او سورۀ يٰس شريف لوستل يـې شروع کړو۔ نو هٰغه شاګرد يـې ووئيل: دا سورۀ يٰس شريف لوستل بند کړئ۔ بيا حضرت فضيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغۀ ته د کلمې شريف تلقين وفرمائيلو۔ هغه ووئيل: زۀ به هيڅکله دا کلمه اونۀ