Book Name:Khuwaja Huzoor Ki Nirali Shanain
پھر مجھے اپنا دَرِ پاک دِکھا دے پیارے آنکھیں پُر نور ہوں پھر دیکھ کر جلوہ تیرا([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه د بيان پۀ شروع کښې د 25 سيپارې، د سورۀ جاثيه آيت: 21 د اوريدو سعادت حاصل کړو، راځئ چې د دې آيت مبارک پۀ رڼا کښې د حُضُور خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ شان او عظمت باندې د ځان پوهه کولو کوشش اوکړو:
اللہ پاک فرمائیلی دی:
اَمْ حَسِبَ (پارہ:25، الجاثیه:21)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: آيا هغوئي دا ګمان کوي
څوک ګمان کوي؟
الَّذِیْنَ اجْتَرَحُوا السَّیِّاٰتِ (پارہ:25، سورۀ الجاثیه:21)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: کومو خلقو چې ګناهونه اوکړل.
یعنې هٰغه خلق کومو چې د کُفر لار اختيار کړه يا د چا ژوند چې پۀ ګناهونو کښې تيريږي، ([2]) آيا هغوئي دا ګمان کوي. څۀ ګمان کوي؟ اوئې فرمائيل:
اَنْ نَّجْعَلَهُمْ (پارہ:25، سورۀ الجاثیہ:21)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: دا چې مونږه به هغوئي کړو.
څۀ به يـې کړو؟ څۀ به ترينه جوړ کړو؟
كَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِۙ(پارہ:25، سورۀ الجاثیه:21)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د هٰغو پۀ شان کړو کومو چې ايمان راوړو او ښۀ کارونه يـې اوکړل .