Book Name:Khuwaja Huzoor Ki Nirali Shanain
زمکه باندې اوسيږي، ګرځي راګرځي، خوراک څښاک پرې کوي، ګنهګار هم پۀ دې زمکه باندې اوسيږي، ګرځي راګرځي پرې، خوراک څښاک پرې کوي. بيا که پۀ دې دواړو کښې فرق دے نو پۀ کومه معامله کښې دے؟ پۀ کوم لحاظ سره دے؟ الله پاک وفرمائيل:
-سَوَآءً مَّحْیَاهُمْ وَ مَمَاتُهُمْؕ-سَآءَ مَا یَحْكُمُوْنَ۠(۲۱)(پارہ:25، سورۀ الجاثیه:21)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: (آيا) د هغوئي ژوند او مرګ به يو شان وي؟ هغوئي څۀ بد حکم لګوي.
يعنې ګنهګاران دا ګمان کوي چې د ګنهګار ژوند او د نيکانو خلقو ژوند، د ګنهګار مرګ او د نيک بنده مرګ يو شان کړے شي. ([1]) آه! دا ګناه ګټونکي خلق، وليان د ځان پۀ شان يا ځان د وليانو پۀ شان ګڼلو والا څومره بے عقله دي، څومره بيوقوفه دي، څنګه حکم لګوي...!!
د ولِیُّ الله او د ګنهګار ژوند يو شان نۀ دے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! بيا دلته پۀ دې آيت مبارک کښې الله پاک د نيکانو بندګانو او د ګنهګارانو ترمينځه دوه غټ فرقونه بيان کړي دي، پۀ وړومبي نمبر باندې يـې وفرمائيل:
سَوَآءً مَّحْیَاهُمْ (پارہ:25، سورۀ الجاثیه:21)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: (آيا) د هغوئي ژوند به يو شان وي؟
يعنې آيا دا ګنهګار دا ګمان کوي چې د دۀ ژوند او د نيکانو خلقو، د الله پاک د وليانو ژوند يو شان دے...؟ نا...!! نا، هيڅکله هم نا، د ولِیُّ الله ژوند جُدا دے او د ګنهګار ژوند جُدا.