Khuwaja Huzoor Ki Nirali Shanain

Book Name:Khuwaja Huzoor Ki Nirali Shanain

جوړ شو او د دهلي پۀ تحت کيناستو. ([1])

اَللہُ اَکْبَر! دا دے د ولِیُّ الله د سترګو او د عام بنده د سترګو فرق...!! زمونږ پۀ شان ګنهګاران خو د ديوال نه بل اړخ ته هم څۀ نشي ليدلے او اوليائے کرام څوک چې د سترګو پۀ ګاټو باندې نۀ بلکې د الله پاک پۀ ورکړے شوي خاص نُور سره ګوري، هغوئي ډير کلونه پس راتلونکي واقعات هم ويني.

ظالم بادشاه توبه کړه...!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د اوليائے کرامو د مبارکو سترګو دا کمال هم وي چې دوئي چا ته د فيض نظر اوکړي نو د هغۀ ژوند بدل کړي. حضرت علَّامه اَرشد القادري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي عاشقِ رسول، ماهر عالِم دِين دے، هغوئي ليکلي دي: چې يو ډير ظالم او بد خويه بادشاه وو، د يو ښار اطرافو کښې د هغه يو ښکلے باغ وو، پۀ کوم کښې چې د صفا سوتره اوبو يو حوض هم وو، يو ځل خواجه غريب نواز، خواجه معينُ الدِّين چشتي اجميري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ هٰغه ځائے تيريدلو. خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هٰغه باغ ته دننه تشريف يوړلو او د حوض پۀ اوبو باندې يـې غسل اوکړو او نـمونځ يـې ادا کړو او هلته کيناستو او د قرآنِ کريم پۀ تلاوت کښې مشغول شو چې پۀ دې کښې د بادشاه د راتللو شور شو، خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هٰغه شور طرف ته هيڅ توجه اونکړه او پۀ اطمينان سره د الله پاک پۀ ياد کښې مشغول وو، کله چې بادشاه پۀ خپل شان او شوکت سره باغ ته داخل شو نو د حوض پۀ غاړه چې يـې ساده جامې اغوستونکے يو نيک صفته انسان وليدو نو ډير غصه شو او خپلو سپاهيانو ته يـې پۀ غصه کښې ووئيل: دې کَس له چا زما پۀ باغ کښې د کيناستو اجازت ورکړے دے؟ د بادشاه غصه چې


 

 



[1]... سلطان الہند، صفحہ:279-280 خلاصۃً۔