Khuwaja Huzoor Ki Nirali Shanain

Book Name:Khuwaja Huzoor Ki Nirali Shanain

باندې چرې هم پۀ عقل نشې پوهيدے.

عقل کو تنقید سے فرصت نہیں

عشق پر اعمال کی بنیاد رکھ

د عقل پرست عقل ځائے له راغلو

حکيم ضياءُ الدِّين بلخي يو فلسفي (د فلسفې د عِلم ماهر) وو، څوک چې د بلخ اوسيدونکے وو. دۀ به فلسفه ډيره لوستله (او فلسفه لوستونکي د دِين نه زيات عقل مني يعنې کومه خبره چې پۀ عقل کښې راځي، هغه مني، کومه چې پۀ عقل کښې نۀ راځي، د هغې نه انکار کوي)، حکيم ضياءُ الدِّين هم داسې طبيعت لرلو، اوليائے کرام، د هغوئي کرامات او اوچت شانونه د دوئي پۀ وړوکي عقل کښې نۀ راتلل. ځکه دا پخپله هم پۀ اوليائے کرامو باندې بد ګمانه وو او خپل شاګردان به يـې هم د دوئي نه بد ګمانه کول. يو ځل حُضُور خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ بلخ تيريدلو، هغوئي پۀ ځنګل کښې د تيريدلو پۀ وخت د څاروي ښکار اوکړو او د يوې وَنې لاندې تشريف فرما شو، خادم ته حکم اوکړے شو چې وور بَل کړه او څاروے پرې وريت کړه او پخپله پۀ نـمونځ کښې مصروف شو. اتفاقي طور ضياءُ الدِّين فلسفي هم هلته راغلو، حُضُور خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د نـمونځ نه فارغ شو، خادم وريت کړے شوے څاروے وړاندې کړو، خواجه حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ضياءُ الدِّين له هم دعوت ورکړو، هغۀ چې څنګه د وريت کړے شوي ځناور غوښه خپلې خُلې ته کړه نو د زړۀ دُنيا يـې بدله شوه، د فلسفې او د عقل پرستۍ کومه تيارۀ چې يـې پۀ زړۀ باندې راخوره وه، هغه لرې شوه او د هغې پۀ ځائے د معرفت انوار جاري شول، ضياءُ الدِّين فلسفي د هغې انوارو تاب را نه وړے شو او بے هوشه شو او راپريوتو، بيا خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپلې خُلې يوه نمړۍ د هغۀ پۀ خُله کښې کيښودله نو هغه پۀ هوش کښې راغلو. بيا څۀ وو، هٰغه فلسفي کوم