Book Name:Khuwaja Huzoor Ki Nirali Shanain
خپل بنده سره محبت کووم نو) د هغۀ لاسونه جوړ شم، پۀ کومو چې هغه نيول کوي. ([1])
الله! الله! دا د يو عام بنده او د ولِیُّ الله پۀ ژوند کښې فرق دے، د ګنهګار يا د عام بنده هم دوه لاسونه وي او د ولِیُّ الله هم دوه لاسونه وي خو فرق دا دے چې عام بنده د لاس د پټو پۀ ذريعه نيول کوي خو ولِیُّ الله چې کله نيول کوي نو د هغۀ پۀ لاسونو کښې د الله پاک د نُور طاقت موجود وي.
ډيره مشهوره واقعه ده، يو ځل د حُضُور خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو څو مُريدان د اجمير شريف مشهور تالاب اَنا ساګر ته د غسل د پاره لاړل. غير مسلمو چې وليدل نو شور يـې جوړ کړو چې دا مسلمانان زمونږه تالاب ګنده کوي. نو هغوئي واپس راغلل او ټوله قيصه يـې د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې عرض کړه. خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو خورين لوښے ورکړو او خادم ته يـې حکم اوکړو چې دا د تالاب نه راډک کړه او را يـې وړه! خادم چې څنګه خورين لوښے پۀ اوبو کښې کيښودو، ټول تالاب پۀ هٰغه لوښي کښې راغلو! خلق د اوبو پۀ نۀ ميلاؤيدو نا قراره شول او د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې حاضر شول او فرياد يـې شروع کړو. نو خواجه معين الدين چشتي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خادم ته حکم اوکړو چې لاړ شه او د خورين لوښي نه اوبۀ واپس پۀ تالاب کښي واړوه. خادم حکم اومنو او اَنا ساګر بيا د اوبو نه ډک شو! ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د وليانو د لاسونو کمال...!! د خواجه حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مريدانو پۀ لاس کښې دا کمال وو چې هٰغه مُريد د تالاب د اوبو نه لوښے راډک کړو نو هُم د