Book Name:Khuwaja Huzoor Ki Nirali Shanain
ټول تالاب اوبۀ پۀ يو وړوکي لوښي کښې راغلې...!! آيا څوک ډير مالداره، ډيرې غټې عهدې لرلو والا، غټې کرسۍ والا، د غټو ډِګريانو والا، ډير عقل مند، کوم چې د ولايت درجے ته نۀ وي رسيدلے، آيا هغه هم داسې کرامت ښودلے شي...؟ نشي ښودلے. دا فرق دے د يو عام بنده پۀ ژوند کښې او د يو ولِیُّ الله پۀ ژوند کښې...!!
د ولِیُّ الله او د ګنهګار د ښپو فرق
الله پاک پۀ حديثِ قُدسي کښې نور وفرمائيل: وَرِجْلَهُ الَّتِي يَمْشِي بِهَا (يعنې چې کله زۀ د خپل بنده سره محبت کووم نو) د هغۀ ښپې جوړې شم، پۀ کومو چې هغه ګرځي. ([1])
يعنې پۀ ظاهره باندې به خو تاسو ته د عام بنده هم دوه ښپې پۀ نظر راځي، د ولِیُّ الله هُم دوه ښپې وي خو عام بنده چې کله ګرځي نو د هغۀ ښپې پۀ خاورو باندې ګرځي او ولِیُّ الله چې کله ګرځي نو د الله پاک د ورکړے شوي خاص نُور پۀ طاقت باندې ګرځي، هُم دغه وجه ده چې زمونږ پۀ شان عام انسان چې دوه کلوميټره لاړ شي نو ستړے شي خو ولِیُّ الله پۀ يو څو ګامونو کښې پۀ زرګونو کلوميټره مزل کوي خو نۀ ستړے کيږي.
د حُضُور خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا هم لوئي کرامت دے چې هغوئي به هره شپه د اجمير شريف نه مکې مکرمې ته تللو، د کعبې شريفې طواف به يـې کولو او د سحر د نـمونځ نه مخکښې به واپس بيرته اجمير شريف ته راتللو. د هندوستان نه چې به د هغوئي کوم يو مُريد هم د حج يا د عمرې د پاره حاضريدلو نو هغوئي به يـې هلته ليدلو.([2])
اوس وګورئ چې دا څومره د کمال خبره ده، د اجمير شريف نه د مکے مکرمې