Book Name:Khuwaja Huzoor Ki Nirali Shanain
چې لږ وخت مخکښې عقل پرست وو، د اوليائے کرامو د شان او د عظمت نه به يـې انکار کولو، صوفيائے کرامو ته به يـې بدې رَدې وئيلې، د هغۀ زړۀ د معرفت پۀ انوارو روښانه شوے وو، هغه د حُضُور خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ لاس باندې توبه کړه، د فلسفې نه يـې ځان خلاص کړو او د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مُريد جوړ شو. ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د اوليائے کرامو ځانګړي شانونه وي، څوک چې عقل پرست وي، پۀ شيطاني وسوسو کښې راځي او د اوليائے کرامو نه انکار کوي، اوليائے کرام پۀ خپل ځان باندې قياس کوي، داسې کَس ډير بيوقوف دے، ډير بد حکم لګوي. ځکه مونږ له پکار دي چې اوليائے کرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم چرې هم پۀ خپل ځان باندې نۀ قياس کوو، هغوئي د ځان پۀ شان نۀ ګڼو بلکې د هغوئي چې کوم شانونه پۀ قرآن او حديث کښې بيان شوي دي، د هغوئي چې کوم کرامات د صدو نه علمائے کرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم بيانوي او پۀ کتابونو کښې يـې ليکي، پۀ هغې باندې يقين وساتو، د اوليائے کرامو محبت پۀ زړۀ کښې وه پالو او دا زيات کړو او چرې هم د دې اوچتې مرتبے د هستيانو پۀ باره کښې د شک او شبهې ښکار نۀ شو.
د کلام خُلاصه دا ده چې د ګنهګارو او د عامو خلقو ژوند جُدادے او د اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم ژوند جُدا دے، د ګنهګارانو مرګ جُدا دے او د اَولياءُ الله د دُنيا نه تلل جُدا دي، پۀ دې دواړو کښې ډير فرق دے، اوس پۀ دې کښې زمونږ د پاره دوه سبقونه دي: * وړومبے سبق خو دا دے چې مونږه چرې هم اوليائے کرام پۀ خپل ځان باندې نۀ قياس کوو بلکې الله پاک چې هغوئي ته کوم شانونه عطا کړي دي، د هغوئي