Book Name:Khuwaja Huzoor Ki Nirali Shanain
چې کوم شانونه پۀ قرآن او حديث کښې بيان شوي دي، پۀ هغې باندې پوخ يقين وساتو * دويم سبق دا چې د دې آيت مبارک پۀ رڼا کښې زمونږ د پاره دوه لارې دي: (1): د ګنهګارانو لاره (2): د نيکانو خلقو لاره. پۀ دې دواړو کښې فرق دے، اوس زمونږه خوښه ده چې مونږه کومه لاره اختياروو، الله پاک خو صفا صفا وفرمائيل چې د ګنهګار ژوند جُدا دے او د نيک بنده ژوند جُدا دے، د ګنهګار مرګ جُدا دے او د نيک بنده مرګ جُدا دے. * څوک چې سود کوي * د سود لين دِين کوي، سروے اوکړئ او اوګورئ! د هغۀ پۀ ژوند کښې به پۀ زرګونو پريشانۍ وي * څوک چې حلال ګټي * حلال خوري، د هغۀ سره مال اګر که کم وي، البته پۀ ژوند کښې به يـې سکون وي، د هغۀ پۀ دعاګانو کښې اثر ايښودے شي * دغه شان د يو نـمونځ ګزاره ژوند او د بے نـمانځه پۀ ژوند کښې ډير فرق دے * د فرض روژو نيوونکي پۀ ژوند کښې او د فرض روژو د قضا کوونکي پۀ ژوند کښې ډير فرق دے * دغه شان د مور پلار د فرمانبرداره پۀ ژوند کښې او د نافرمانه پۀ ژوند کښې ډير فرق دے. د بخاري شريف ډير اوږد حديثِ پاک دے، د هغې خُلاصه دا ده چې د بني اسرائيلو درې کسان يو ځل يو غار ته لاړل، د غر نه يو غټ ګټ راپريوتو او د غار خُله بنده شوه، بيا دې دريو واړو دُعا اوکړه: (1): يو ووئيل: اے الله پاکه زۀ د خپل مور پلار فرمانبردار يم، زما د دې نيکۍ پۀ برکت دا ګټ لرې کړې، ګټ لږ شان لرې شو. (2): دويم دُعا اوکړه: اے الله پاکه! زما سره به يو کَس مزدوري کوله، ما د هغۀ مزدوري پۀ امانت دارۍ سره پوره پوره ادا کړه (هيڅ ټګي مې ورسره اونکړه)، د دې نيکۍ پۀ برکت دا ګټ لرې کړې، ګټ لږ شان نور لرې شو (3):دريم دُعا اوکړه: اے الله پاکه! ما پۀ فلانکۍ زنانه باندې قابو موندلې وه، بيا مې