Khuwaja Huzoor Ki Nirali Shanain

Book Name:Khuwaja Huzoor Ki Nirali Shanain

فاصله د څلور نيمه زره کلوميټره نه هم زياته ده. حُضُور خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د الله پاک پۀ ورکړے شوي خاص طاقت باندې هره شپه دومره مزل کولو، مکې مکرمې ته به تللو او سحر به يـې د نـمونځ نه مخکښې مخکښې واپس بيرته تشريف هم راوړلو.

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د ګنهګار او د کامِل وَلي پۀ مينځ کښې وړومبے فرق دے چې د ګنهګار ژوند جُدا دے او د ولِیُّ الله ژوند جُدا دے. الله پاک ولِیُّ الله ته هُم د هغوئي پۀ ژوند کښې اوچت شانونه عطا کوي.

د ولِیُّ الله او د ګنهګار مرګ يو شان نۀ دے

دويم فرق الله پاک دا ارشاد کړو چې

وَ مَمَاتُهُمْؕ)پارہ:25، سورۀ الجاثیه:21)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: (آيا) د هغوئي مرګ (به يو شان وي)؟

يعنې آيا ګنهګاران خلق دا ګُمان کوي چې مونږ د ولِیُّ الله مرګ او د ګنهګار مرګ يو شان کړو...؟ نا...!! هيڅکله هم نۀ بلکې د ګنهګار مرګ جُدا دے او د ولِیُّ الله مرګ جُدا.

اوس دلته وګورئ! * چې کله ګنهګار مړ کيږي نو هغۀ له هم پۀ اوبو باندې غسل ورکړے کيږي او ولِیُّ الله له هم پۀ اوبو باندې غسل ورکولے شي * ګنهګار ته هم د دريو کپړو کفن اغوستلے شي او ولِیُّ الله ته هم د دريو کپړو کفن اغوستلے شي * د ګنهګار کټ هم څلور کسان اوچتوي او د ولِیُّ الله جنازه هم څلور کسان اوچتوي * د ګنهګار پۀ جنازه کښې هم څلور تکبيرونه وي او د ولِیُّ الله پۀ جنازه کښې هم څلور تکبيرونه وي * ګنهګار هم پۀ خاورو کښې دفن کولے شي او ولِیُّ الله هم خاورو ته کوزولے شي * بيا خو ښکاري داسې چې ګنهګار هم د مرګ نه پس خاورو ته کوز کړے شو او ولِیُّ الله هم پۀ وړوکي شان قبر کښې دفن کړے شو خو قرآنِ پاک وائي: د دوئي پۀ مرګ کښې هم د زمکې او