Book Name:Khuwaja Huzoor Ki Nirali Shanain
اَلْــحَـمْـدُ لـِلّٰـهِ رَبِّ الْـعٰـلَـمِیْنَ وَ الـصَّـلٰـوۃُ وَالــسَّـلَامُ عَـلٰـی سَـــیِّدِ الْـمُــرْسَــلِـیْنَ
اَمَّا بَـعْدُ فَـاَعُوْذُ بِـالـلّٰـهِ مِـنَ الـشَّيْطٰنِ الـرَّجِیْمِط بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمط
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا حَبِيۡبَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا رَسُوۡلَ اللّٰه
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا نُوۡرَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا نَبِيَّ اللّٰه
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت وكړو)
د الله پاک خوږ حبيب، د زړونو طبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: کوم بنده چې پۀ شوق او محبت سره درې کرته پۀ ورځ کښې او درې کرته پۀ شپه کښې پۀ ما باندې درودِ پاک ولولي، پۀ الله پاک باندې حق دے چې د هغۀ د هٰغې ورځې او د هٰغې شپې ګناهونه معاف کړي. ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! که مونږه لږه شان توجه اوکړو نو څومره پۀ اسانۍ سره ګناهونه بخښلے کيدے شي، مثلاً د سحر نـمونځ مو د جَمعې سره ادا کړو، سر مو ښکته کړو، سترګې مو پټې کړې او د شين ګنبد خيال مو پۀ ذهن کښې راوستو او درې کرته مو درودِ پاک ولوستو، دغه شان د شپې د اودۀ کيدو پۀ وخت مو هم پۀ بستره د قبلې طرف ته مخ کړو، سر مو ښکته کړو، سترګې مو پټې کړې او د ښکلي ښکلي ګنبدِ خضرا خيال مو پۀ ذهن کښې راوستو او درې کرته مو دُرودِ پاک ولوستلو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د هٰغې ورځې او د هٰغې شپې ګناهونه به مو معاف شي، ياد ساتئ چې کبيره [يعنې غټ] ګناهونه پۀ رښتونې توبه باندې معاف کيږي، دغه شان قضا نـمونځونه، قضا روژې او د