Book Name:Khuwaja Huzoor Ki Nirali Shanain
غريب نواز، سلطان الـهِند، وارثُ النبي، عطائے رسول د هغوئي مشهور لقبونه دي. ([1]) خواجه د فارسۍ ژبې لفظ دے، د دې معنیٰ ده: سردار. آقا. ([2])
خواجۂ خواجگاں مُعِیْنُ الدِّیْن فخرِ کون ومکاں مُعِیْنُ الدِّیْن
خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نَجِيبُ الطَّرفَين دے يعنې د والِد صاحب او د والدې صاحبې دواړو طرفونو نه سَيَّد زاده دے، پۀ 12 واسطو سره د هغوئي سلسلۀ نسب د مسلمانانو څلورم خليفه مولا علي مشکل کُشا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته رَسي. ([3])
چراغِ انجمنِ اَوْلیا غریب نواز امینِ سَطْوَتِ خیبر کُشَا غریب نواز
گُلِ حدیقۂ حسنین، نورِ چَشْمِ علی فدائے سیرتِ خیر الوریٰ غریب نواز
وضاحت: اے خواجه غريب نوازه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ! تاسو د اوليائے کرامو د محفل ډيوه يـئ، تاسو د خيبر فتح کوونکي مولائے کائنات، مولا علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د بهادرئ امين يـئ، تاسو د اِمامِ حَسَن او د اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما د باغ ګُل او د حضرت علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سترګو تور يـئ او د مصطفٰے جانِ رَحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ سُنَّتو باندې مئين يـئ.
خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 96 کاله پۀ دُنيا کښې تشريف فرما وو، پۀ شپږم رجب، کال 633 هجرۍ، د ګل پۀ مبارکه ورځ هغوئي رحلت وفرمائيلو، د هغوئي مزار مبارک د هندوستان د مشهور ښار اجمير پۀ راجِستهان صوبه کښې دے. ([4])
خواجۂ ہند وہ دربار ہے اعلیٰ تیرا کبھی محروم نہیں مانگنے والا تیرا