Book Name:Khuwaja Huzoor Ki Nirali Shanain
حديثِ قُدسي او د اولياءَ الله شان
حديثِ قُدسي دے او دا حديثِ قُدسي هم پۀ بخاري شريف کښې دے، الله پاک فرمائي: چې کله زۀ د خپل يو بنده سره محبت کووم نو كُنْتُ سَمْعَهُ الَّذِي يَسْمَعُ بِهٖ يعنې زۀ د هغۀ غوږونه شم، پۀ کومو باندې چې هغه اوريدل کوي. ([1])
مطلب دا چې پۀ ظاهره باندې پۀ نظر راتلونکي د ولِیُّ الله هم دوه غوږونه دي، د ګنهګار او د عام بنده هم دوه غوږونه دي خو پۀ دې کښې د زمکې او د اسمان همره فرق دے، ګنهګار يا زمونږ پۀ شان عام شان مسلمان چې کله اوري نو هغه د دې خاورې نه پۀ جوړ کړے شوو غوږونو باندې اوري خو ولِیُّ الله چې کله اوري نو د خاورو نه پۀ جوړ شوو دې غوږونو نۀ اوري بلکې پۀ هٰغه غوږونو کښې پۀ ايښودے شوي د الله پاک د نُور پۀ ذريعه اوريدل کوي.
د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اِعلان يـې واوريدو
زمونږه آقا، د وليانو ولي، حُضُور غوثِ پاک شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څوک چې د ټولو وليانو سردار دے، هغوئي پۀ بغداد شريف کښې پۀ منبر باندې ناست وو او اِعلان يـې اوکړو: قَدَمِیْ ھٰذِہٖ عَلٰی رَقَبَةِ کُلِّ وَلِیِّ الله زما دا قدم د هر ولي پۀ څَټ باندې دے.
پۀ کتابونو کښې ليکلي دي چې کله غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا اِعلان وفرمائيلو، هٰغه وخت حُضُور خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خُراسان پۀ يو غر باندې عبادت کولو، پۀ هوائي سفر کښې د بغداد او د خراسان فاصله تقريباً 1421 کلوميټره ده. خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دومره لرې نه د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اِعلان هم واوريدو او د دې پۀ جواب کښې يـې ووئيل: بَلْ قَدَمَاکَ عَلٰی رَاْسِیْ وَعَیْنِیْ بلکې ستاسو قدمونه زما پۀ سر او پۀ