Khuwaja Huzoor Ki Nirali Shanain

Book Name:Khuwaja Huzoor Ki Nirali Shanain

بخښلے شوؤ کښې دے. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د اَولياءُ الله شان...!! د دوئي د دُنيا نه تلل جُدا دي او زمونږ پۀ شان د ګنهګارانو مړۀ کيدل جُدا. د دواړو پۀ ژوند کښې د زمکې او د اسمان فرق دے او د دواړو پۀ مرګ کښې هم د زمکې او د اسمان فرق دے.

څومره بد حُکم لګوي...!!

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د آيت مبارک پۀ رڼا کښې معلومه شوه چې زمونږ پۀ شان د ګنهګارانو ژوند جُدا دے او د الله پاک د نيکانو، پرهيزګارانو بندګانو، د هغۀ د خوښو بندګانو ژوند جُدا دے، زمونږ پۀ شان د ګنهګارانو مرګ جُدا دے او د اَولِياءُ الله د دُنيا نه تلل جُدا دي. اوس هٰغه خلق کوم چې دا خيال کوي چې اوليائے کرام هُم زمونږ پۀ شان دي، پۀ هغوئي کښې او پۀ مونږ کښې څۀ فرق نشته، هغوئي دې د آيت مبارک اخرۍ حصه پۀ غور سره ولولي، الله پاک فرمائي:

سَآءَ مَا یَحْكُمُوْنَ۠(۲۱)(پارہ:25، الجاثیه:21)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هغوئي څۀ بد حکم لګوي.

يعنې دا څومره بے عقله او بے وقوفه دي، څومره بد حکم لګوي: چرته ګنهګاران او نافرمانه خلق او چرته هٰغه د اوچتې مرتبے والا اوليائے کرام، د الله پاک خوښ بندګان، دا هيڅکله هيڅکله هم يو شان نشي کيدے، پۀ دوئي کښې او پۀ ګنهګارانو کښې دومره فرق دے لکه څومره چې پۀ زمکه او اسمان کښي دے.

لهذا مونږ له پکار دي چې د اوليائے کرامو سره خپل محبت او عقيدت د عقل پۀ بنياد باندې نۀ بلکې پۀ عشق باندې وساتو ځکه چې وِلايَت سراسر محبّت دے، پۀ دې


 

 



[1]...  ہند کے مرشِدِ اعظم، صفحہ:133۔