Book Name:Khuwaja Huzoor Ki Nirali Shanain
سترګو باندې دې . ([1])
الله! الله! دا دے د يو ولِیُّ الله او د يو عام مسلمان بنده د ژوند فرق...!! عام مسلمان يو څو ميټره لرې اواز هم صفا نۀ اوري او ولِیُّ الله، د الله پاک پۀ عطا سره پۀ سوونو کلوميټره لرې اواز هم اوري.
د ولِیُّ الله او د عام مسلمان د سترګو فرق
الله پاک پۀ حديثِ قُدسي کښي نُور فرمائي: وَبَصَرَهُ الَّذِي يُبْصِرُ بِهٖ (يعنې چې کله زۀ د خپل بنده سره محبت کووم نو) د هغۀ سترګې جوړې شم، پۀ کومو چې هغه ليدل کوي . ([2])
يعنې پۀ ظاهره د ګنهګار يا عام مسلمان هم دوه سترګې دي او د ولِیُّ الله هم دوه سترګې دي خو ګنهګار يا عام مسلمان د سترګو پۀ ګاټو باندې ليدل کوي او ولِیُّ الله د سترګو پۀ ګاټو باندې نۀ بلکې د الله پاک پۀ عطا سره پۀ خاص نُور سره ليدل کوي.
د خواجه حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پيشن ګويانې
يو ځل خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف فرما وو، ورسره يو څو نور بزرګان هم ناست وو، پۀ خپل مينځ کښې يـې دِيني خبرې کولې، پۀ دې کښې مخامخ يو 12 کلن هلک تير شو، اوس د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سترګو کمال ته وګورئ! هغوئي د هٰغه 12 کلن هلک مستقبل وليدلو او اوئې فرمائيل: دا هلک به تر هٰغه وخته پورې نۀ مړ کيږي، تر څو پورې چې دے د دهلي بادشاه جوړ نشي.
لکه څنګه چې خواجه حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائيلي وو، بالکل هم هٰغسې وشو، هٰغه هلک د چا نوم چې شمسُ الدِّين وو، پۀ کال 1210 عيسوۍ کښې سلطان شمسُ الدِّين