Book Name:Khuwaja Huzoor Ki Nirali Shanain
د اسمان فرق دے. ګنهګار چې مړ شي نو د خاورو سره خاورې شي او ولِیُّ الله له چې مرګ راشي نو هغه بقا بيامومي.
کون کہتا ہے وَلی سب مَر گئے
قید سے چھوٹے وہ اپنے گھر گئے
د قبر مبارک نه يـې اواز اوکړو تۀ پۀ بخښلے شوؤ کښې يـې...!!
حضرت بابا فريد ګنج شکر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د چا مزار شريف چې پۀ پاکپتن کښې دے، هغوئي هم ډير لوئي کامِل وَلي دے، فرمائي: يو ځل زۀ اجمير شريف ته حاضر شوم او د حضرت خواجه مُعِينُ الدِّين چشتي اجميري يعنې د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د روضې مبارکې سره ايسار شوم، دا د عرفې شپه وه، ما د مزار پۀ خوا کښې (د قبلې طرف ته مخ کړو او) نـمونځ مې ادا کړو، بيا چې د نـمونځ نه فارغ شوم نو هم هلته کيناستم او پۀ تلاوت کښې مشغول شوم. دلته مې پۀ ناسته ناسته د 15 پينځلسو سيپارو تلاوت اوکړو چې د سُورۀ کَهف يا سُورۀ مريَم تلاوت مې کولو نو زما نه پۀ لوستلو کښې غلطي وشوه او يو حرف رانه پاتې شو. ما ته د دې غلطۍ اِحساس نۀ وو شوے، ما چې وړاندې تلاوت شروع کړو نو د مزار مبارک نه اواز راغلو: دا حرف دې پريښودو، بيا يـې ولوله! ما د هغه ځائے نه بيا تلاوت اوکړو، بيا اواز راغلو: ښۀ يـې لولې، خَلفُ الرَّشِيد (يعنې ښۀ ځامن) هم داسې کوي. بابا فريد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې نه پس ما تلاوت کولو، کله چې ما تلاوت مکمل کړو نو ما پۀ ژړا ژړا دُعاګانې اوکړې، زما سره دا ويره وه چې آه! پته نۀ لګي چې زۀ به پۀ بخښلے شوؤ کښې يم او که نۀ، د دې ويرې له وجهې ما ژړل چې ناڅاپه د مزار شريف نه اواز راغلو: مولانا! څوک چې داسې نـمونځ کوي، هغه پۀ