Book Name:Khuwaja Huzoor Ki Nirali Shanain
دعوتِ اِسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کيشن جاري کړے دے، د کوم نوم چې نيک اعمال (Naik Amal) دے. پۀ دې ايپلي کيشن کښې د اِسلامي وروڼو، اِسلامي خوئيندو او طالب علمانو د پاره بيلې، بيلې رسالې موجودې دي * دا پۀ 6 مختلفو ژبو * انګلش * اُردو * هندۍ * بنګالۍ * ګجراتۍ او * سندهۍ کښې استعماليدے شي * پۀ دې کښې پۀ مختلفو نيک اعمالو باندې مشتمل سوالونه ورکړے شوي دي * د هر سوال لاندې 30 خانې دي، هره ورځ د خپلې خوښې څۀ وخت هم مقرر کړئ او د خپلو اعمالو جائزه واخلئ، د دې مطابق ژوند تيروئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې پۀ برکت به مو د ګناهونو نه د بچ کيدو او د نيکو کولو ذهن جوړيږي، د زړۀ صفا والے به مو نصيب کيږي او کردار به مو صفا سوترا، ښکلے کيږي. دا ايپلي کيشن ډاؤن لوډ (Download) کړئ! پخپله ترينه هم فائده واخلئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د بيان پۀ اخره کښې يوه شرعِي مسئله عرض کووم:
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: پۀ جُرابو باندې مَسح نۀ شې کولے، پۀ موزو باندې مسح کول جائز دي.
وضاحت: نن سبا د يخنۍ موسم دے، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! شريعت مونږ له اساني راکړې ده چې پۀ موزو باندې مسح کول يـې جائز ګرځولي دي. پۀ موزو باندې به مسح څنګه کوې؟ د دې شرطونه واورئ! (1): چې موزې داسې وي چې د ښپو ګِيټۍ پرې پټې وي (2): چې موزې داسې وي چي اغوستلې دې وې نو پۀ اسانۍ سره ګرځيدے شې (3): موزې که د څرمنې وي او که د بَل څۀ غټ څيز (چې دې ته اوبۀ نۀ ننوځي او يواځې چې دا واچوې او تر دريو ميلونو پورې لاړ شې نو اونۀ شليږي). دلته چې کوم خلق عام طور د تار يا د وړۍ