Book Name:Khuwaja Huzoor Ki Nirali Shanain
ستا د ويرې نه بدکاري اونکړه، زما د هٰغې نيکۍ پۀ برکت باندې دا ګټ نور لرې کړې، ګټ نور هم لرې شو او هغوئي درې واړه د غار نه بهر پۀ راوتلو کښې کامياب شو. ([1])
دا دے د نيک بنده ژوند، چا چې نيکي کړې وي، بعضې وخت هغه هم پۀ پريشانو کښې اخته کيږي، پۀ هغۀ باندې هم مشکلات راځي خو د هغۀ د نيکۍ پۀ برکت د هغۀ د پاره لارې پرانستے شي، هغۀ ته د پريشانو حل عطا کولے شي خو ګنهګار بنده پۀ پريشانو کښې راګيريږي، تر دې پورې چې توبه اونه کړي. بيا د اخرت معامله ده، د مرګ نه پس خو د ګنهګار او د نيک بنده پۀ حالت کښې ډير فرق وي، د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير مشهور حديثِ پاک دے: د مؤمِن قبر د جنَّت پۀ باغونو کښې يو باغ او د ګنهګار قبر د دوزخ پۀ کندو کښې کنده جوړيږي. ([2])
غرض دا دواړه لارې دي: يوه د ګناه لار ده. بله د نيکۍ لار ده. پۀ دې دواړو کښې فرق دے. مونږ ته کومه يوه لاره اختيارول پکار ده، چې مونږه دا غور اوکړو. که د ګنهګارانو پۀ صف کښې ودريدو نو انجام به مو د ګنهګارانو پۀ شان وي. که د نيکانو خلقو پۀ صف کښې شامل شو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! دُنيا به مو هم ښه شي او پۀ اخرت کښې به مو هم کاميابي نصيب شي. اوس فيصله زمونږه ده. توفيق ورکونکے د الله پاک ذات دے. الله پاک دې مونږ ټولو ته د ګناه نه د بچ کيدو او پۀ نيکه لاره باندې د تللو توفيق رانصيب کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.
نيک اعمال (Naik Amal) موبائل ايپلي کيشن
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د نيک جوړيدو او د نيکو اعمالو زياتولو د پاره د