Khuwaja Huzoor Ki Nirali Shanain

Book Name:Khuwaja Huzoor Ki Nirali Shanain

يعنې يو طرف ته دي: غير مسلمه. بل طرف ته دي: مسلمانان. يو طرف ته دي ګنهګاران او بل طرف ته دي: نيکان بندګان، د مثال پۀ توګه * يو طرف ته دے هٰغه خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کوم چې روزانه دوه ځله د قرآنِ کريم ختم کوي. بل طرف ته دے هٰغه بنده د کوم چې د قرآنِ کريم د پرانستو توفيق هم نۀ نصيب کيږي * يو طرف ته دے هٰغه خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کوم چې ټوله ټوله شپه عبادت کوي، تر دې پورې چې د ماسخوتن پۀ اوداسه باندې د سحر جَمعه ورکوي، بل طرف ته دي زمونږ پۀ شان ګنهګاران د چا شپې چې پۀ غفلت کښې تيريږي * يو هٰغه خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے څوک چې پۀ عبادت کښې د ناراستۍ کولو نه د بچ کيدو د پاره ډير کم خوراک کوي، تر دې پورې چې د 7 ورځو د لوږې نه پس به يـې لږه شان ډوډۍ پۀ اوبو کښې لـمده کړه او خوړله به يـې، بل طرف ته هٰغه بنده دے د چا چې هډو خِيټه نۀ ډَکيږي، هر وخت بس خوراک، خوراک کوي * يو طرف ته هٰغه خواجه حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے، کوم چې د سُنَّتو پابند او د سادګۍ اختيارولو والا دے، بل طرف ته هٰغه بنده دے کوم چې د فيشن شوقې ، د جائز او د ناجائزه فِکر کوونکے نۀ دے * يو طرف ته هٰغه خواجه حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے کوم چې د ګاؤنډيانو ډير زيات خيال ساتي، بل طرف ته هٰغه بنده دے د چا ګاؤنډيان چي د هغۀ د شَر نه تنګ دي.

آيا دا دواړه يو شان کيدے شي...؟ آيا ګنهګار دا خيال کوي چې دا دواړه يو شان کړے شي؟ نا...!! هيڅکله هم نا. دا دواړه به هيڅکله هم يو شان نکړے شي.

اوس دلته ذهن ته سوال راځي چې پۀ ګنهګار او کامِل وَلِي کښې څۀ فرق دے، دواړه پۀ کوم لحاظ سره يو شان نۀ دي؟ * که پۀ ظاهره وګورې نو د وَلي هم دوه لاسونه دي او د ګنهګار هم دوه لاسونه دي * د ولِیُّ الله هم دوه سترګې دي او د ګنهګار هم دوه سترګې دي * د ولِیُّ الله هم دوه غوږونه دي او د ګنهګار هم دوه غوږونه دي * ولِیُّ الله هم پۀ دې