Bhayanak Qabrain

Book Name:Bhayanak Qabrain

پۀ پټه د ګناه کولو عذاب

حضرت عبد الله بن زيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: زۀ د [قمري] مياشت پۀ وړومبۍ شپو کښې د هديرې پۀ خوا تيريدم نو ما يو کَس د قبر نه پۀ راوتو وليدو او هغه زنځير راښکلو بيا ما وليدل چې يو بَل کَس هٰغه زنځير نيولے دے هغه دويم [کَس] بهر وتونکے کَس خپل طرف ته راښکو او هغه يـې قبر ته واپس کړو، بيا ما هغه د هغه مړي پۀ وهلو وليدلو او مړي وئيل: آيا ما به نـمونځ نۀ کولو؟ آيا ما به د جنابت نه غُسل نۀ کولو؟ آيا ما به روژې نۀ نيولې؟ نو هٰغه وهونکي جواب ورکړو: آؤ! ولې نۀ (تا به واقعي چې دا کارونه کول) خو چې تا به کله پۀ تنهايۍ کښې ګناه کوله نو هٰغه وخت به د الله پاک نه نۀ ويريدلې۔ ([1])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! معلومه شوه چې څومره داسې نمونځ کوونکي دي چې د هغوئي نمونځونه به برباد کړے شي، څومره داسې روژه نيونکي دي چې د هغوئي روژې به هغوئي ته هيڅ بدله (يعنې ثواب) ورنکړي، څومره داسې نېک اعمال کوونکي دي چې د هغوئي نېکۍ به د ذرې په شان برباد کړے شي، ولې..؟؟ ځکه چې هغوئي به په يواځې ځائے کښې خپل ربّ تَعَالٰى ناراضه کړے وي.

په حدیثِ پاک کښې دي: آخري نبي، مُحَمَّدِ عربی صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّم فرمايلي دي: زه په خپل امت کښې هٰغه خلک پيژنم چې کله به هغوئي په ورځ د قيامت راشي نو د هغوئي نېکۍ به د تِهامه د غرونو په شان وي خو الله پاک به هغه [نيکۍ] په روشندان کښې د ښکاره کيدونکي ګرد د خوَرو وَرو ذرو په شان (بې اهميته) کړي.

حضرت ثوبان رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ عَرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّم! مونږ ته د هغه خلکو حال صفا صفا بيان کړئ چې چرې مونږه سره د پوهېدو په هغوئي کښې شامل نۀ


 

 



[1]... الزواجر، مقدمہ،  جلد:1، صفحہ:30۔