Bhayanak Qabrain

Book Name:Bhayanak Qabrain

* او حرام رزق ګټي۔ دا هم ممکن ده چې يو کَس نـمونځ ګزاره، روژه دار او حلال رزق ګټلو والا وي خو ږيره خريوي او د مرګ نه پس صرف هم د دې جرم پۀ وجه هغه د قبر پۀ عذاب کښې راګير کړے شي۔

تور لړمانان

د کوئټې سره پۀ نزدې ښار کښې د چا کلين شيو [يعنې ږيره او بريت خريونکي] ځلمي يو لاوارثه مړے ميلاؤ شو۔ د ضروري کاروايۍ کولو نه پس خلقو پۀ شريکه هٰغه مړے ښخ کړو۔ پۀ دې کښې د مړي وارثان پۀ لټولو لټولو هلته راورسيدل او هغوئي د خلقو پۀ مخکښې د خپل دې خواهش اظهار وکړو چې مونږ د دې عزيز قبر پۀ خپل کلي کښې جوړول غواړو نو قبر وکنستے شو او کله چې د مخ والا طرف نه کاڼے لرې کړے شو نو پۀ دې کتلو خلقو چغې کړې چې اوس يـې کوم ځلمے دفن کړے وو د هغۀ پۀ مخ توره ږيره جوړه شوې ده او هلته ږيره د تورو ويښتو نۀ بلکې د تورو لړمانانو ده۔ د دې خطرناک منظر پۀ ليدو خلقو اِستغفار شروع کړو او پۀ څۀ چل وَل يـې قبر بند کړو او د ويرې نه واپس لاړل۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د ژوند هيڅ پته نۀ لګي! څۀ پته لګي چې يو ږيره خريونکے هُم نن مړ شي او پۀ قبر کښې د هغه د تورې ږيرې ځائے تور لړمانان قبضه کړي! دغه شان څوک ږيره خريونکے بوډا ناڅاپه وفات شي او پۀ قبر کښې د هغه د سپينې ږيرې ځائے سپين لړمانان قبضه کړي، د دې نه مخکښې چې مونږ د مرګ ښکار شو مونږ له توبه کول او خپل مخ د سُنَّت مطابق پۀ ږيره مبارکه باندې ښائسته کول پکار دي۔

آقا کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډېر وژړل۔۔۔!!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! لا اوس مونږه ژوندي يو، نن زمونږ سره وخت شته، مونږه