Bhayanak Qabrain

Book Name:Bhayanak Qabrain

پۀ توبه کولو تير ګناهونه بخښلے شو، پۀ نيک کار کولو د قبر د روښانه کولو انتظام کولے شو، که چرې دا ساه ګانې ودريدلې، رُوح د وجود نه ووتو نو د پښيمانتيا نه علاوه به هيڅ هم لاسو ته رانشي۔

د اِبنِ ماجه شريف روايت دے، حضرت بَراء بن عازِب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يوه ورځ مونږه د الله پاک د رسول، رسولِ مقبول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره پۀ يوه جنازه کښې شريک وو۔ د دفن کولو پۀ وخت نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قبر پۀ غاړه باندې تشريف فرما شو او ډېر يـې وژړل، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دومره وژړل چې د قبر خاوره لـمده شوه۔ بيا يـې وفرمائيل: لِمِثْلِ هٰذَا فَاَعِدُّوْا يعنې د دې د پاره تياري اوکړئ۔۔۔!! ([1])

نیکیاں کر جلد تُو بدیوں سے بھاگ                                                           قبر میں ورنہ بھڑک اُٹھے گی آگ

يو ځل حضرت عثمان بن ابو عاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د يوې جنازې سره هديرې ته تشريف يوړلو، د هغوئي سره يو ځلمے هم وو، هٰغه ځلمے پۀ څۀ غفلت کښې وو۔ نو هٰغه قبر کوم چې د مړي د پاره تيار کړے شوے وو، حضرت عثمان بن ابو عاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د هٰغه قبر طرف ته اشاره اوکړه او هٰغه ځلمي ته يـې وفرمائيل: خپل کور ته وګورۀ! ځلمي قبر ته وکتل۔ حضرت عثمان بن ابو عاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پوښتنه اوکړه: څۀ درته ښکاري؟ اوئې وئيل: يو تنګ او تيارۀ کور دے، پۀ کوم کښې چې نۀ خوراک شته، نۀ اوبۀ، نۀ کور والا خو زما د دُنيا پۀ دې کور کښې خوراک هم شته، اوبۀ هم شته، کور والا هم دي۔ حضرت عثمان بن ابو عاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل: تا رښتيا ووئيل: پۀ خُدائے مې دې قَسم وي! که تۀ نن واپس خپل د دُنيا کور ته هم وګرځيدلې، نو بيا به هم تا ته دې تنګ او تيارۀ کور ته راتلل وي (ځکه بهتره دا ده چې د دې کور د پاره د اوس نه تياري اوکړې!)۔ ([2])


 

 



[1]... ابن ماجہ، کتاب الزہد، باب: الحزن و البکاء ، صفحہ:681، حدیث:4195۔

[2]... الزہد لاحمد بن حنبل، اخبار عبد اللہ بن عمر، صفحہ:255، حدیث:1137 بتغیر ۔