Bhayanak Qabrain

Book Name:Bhayanak Qabrain

دې پۀ خپل کرم باندې مونږ د قبر د عذاب نه محفوظ کړي۔۔۔!! ياد ساتئ چې د قبر عذاب حق دے، رښتيا دے، دا خبره بالکل ټاکلے شوې ده چې دا اُمّت به پۀ قبر کښې ازمائيلے شي۔ پۀ قرآنِ مجيد کښي پۀ ډيرو ځايونو کښې د دې ذِکر راغلے دے۔ الله پاک فرمائي:

مِمَّا خَطِیْٓــٴٰـتِهِمْ اُغْرِقُوْا فَاُدْخِلُوْا نَارًا ﳔ (پارہ:29، سورۀ نوح:25)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان:  هغوئي د خپلو خطاګانو پۀ وجه ډوب کړے شول بيا پۀ وور کښې داخل کړے شول۔

د دې آيت پۀ تفسير کښې ليکلے شوي دي چې د دې وور نه مُراد د برزخ وور (يعنې د قبر عذاب) دے يعنې هغوئي د ګناهونو او نافرمانو پۀ سبب وور ته وغورځولے شول۔ ([1])

برزخ څۀ ته وائي؟

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: د قبر نه مُراد عالَمِ برزخ دے کوم چې د هر کَس د مرګ نه شروع کيږي او انتها يـې قيامت دے، لهذا چې کوم مړے دفن نۀ شو بلکې وسيزلے شو، يا ډوب شو، يا ازمري وخوړو د هغۀ د پاره هم د قبر حساب او عذاب شته ۔ ([2])

دے نَزْع و قبر وحشر میں ہر جا اَمان، اور                 دوزخ کی آگ سے بچا، یا ربِّ مصطَفٰے

دا اُمَّت به پۀ خپلو قبرونو کښې ازمائيلے شي

حضرت زيد بن ثابِت رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بيان کوي چي: حُضُور نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو ځل پۀ يو خچر کښيناستو او د يو باغ طرف ته يـې تشريف يوړلو، ناڅاپه خچر ويريدو او دانګونه يـې شروع کړل، چې اوئې کتل نو هلته څلور، پينځه قبرونه وو، خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پوښتنه اوکړه: دا قبرونو والا څوک پيژني؟ يو کَس عرض


 

 



[1]... روح المعانی جزء ۲۹،  ص ۱۲۵ ۔

[2]... مراۃ المناجیح، جلد:1، صفحہ:125 بتصرف۔