Bhayanak Qabrain

Book Name:Bhayanak Qabrain

ويريږې کوم چې پۀ تا باندې ساتي ستا دا عمل د دې نه هم غټه ګناه ده۔ ([1])

ہوں بظاہر بڑا نیک صورت کربھی دے مجھ کو اب نیک سیرت

ظاہِر اچھا ہے باطِن بُرا ہے یاخدا تجھ سے میری دُعا ہے([2])

نـمونځ ګزاره او روژه دار هم د قبر پۀ عذاب کښې راګيرشو

حضرت علّامہ عبد الرحمٰن بن جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي چې يو کَس وائي: مونږ دوو کسانو يو ځل پۀ هديره کښې د ماښام نـمونځ ادا کړو، لږ ساعت پس ما د قبر نه د ژړا اواز واوريدو، زۀ چې ورنزدې شوم نو چا وئيل: هۍ ما خو به نـمونځ کولو او روژه به مې هم نيوله۔ ما د خپل ملګري پام دې طرف ته راوګرځولو نو هغه هم رانزدې شو او هٰغه اواز يـې واوريدو او بيا مونږ د هٰغه ځائے نه لاړو۔ پۀ دويمه ورځ مو بيا هم پۀ هٰغه هديره کښې نـمونځ اوکړو، پۀ ټاکلے شوي وخت باندې بيا هم د هٰغه قبر نه مونږ هٰغه اواز واوريدو چې هۍ ما خو به نـمونځ کولو او روژه به مې هم نيوله، پۀ دې اواز اوريدو زۀ دومره ويريدم چې زۀ چې کور ته راغلم نو د 2 مياشتو پورې بيمار پروت ووم۔ ([3])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې بعضې وخت نـمونځ ګزاره او روژه دار هم د قبر پۀ عذاب کښې راګيريږي، کيدے شي د دې وجه دا وي چې هغه د روژو نيولو او د نـمونځونو کولو سره سره ګناهونه هم کوي لکه څنګه چې نن سبا بعضې خلق پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې د وخت تيرولو پۀ بهانه تاش او شَطرنج کوي حالانکې د قرآنِ کريم پۀ تلاوت او د الله پاک پۀ ذِکر کولو، پۀ نعتونو اوريدو هم خپل قيمتي وخت پۀ نيک کارونو کښې تيريدے شي۔ دغه شان ډير خلق نـمونځونه کوي، روژې نيسي خو د دې سره سره * دروغ وائي * کنځلې کوي * پۀ کاروبار کښې دوکه کوي * سود کوي


 

 



[1]... الزواجر، مقدمہ، جلد:1، صفحہ:26۔

[2].. .وسائلِ بخشش، صفحہ:134۔

[3]... عیون الحکایات، صفحہ:304 ملخصاً۔