Bhayanak Qabrain

Book Name:Bhayanak Qabrain

پاره لاړم نو وه مې کتل چې هغه ډير غمژن وو۔ اوئې وئيل: کله چې ما خپل ورور دفن کړو او فارغ شوم نو ما د يو قبر نه د فرياد اواز واوريدو، ما پۀ زړۀ کښې ووئيل: پۀ خُدائے مې دې قَسم وي! دا خو زما د ورور اواز دے، بيا ما زر زر د خپل ورور د قبر نه خاوره لرې کړه نو پۀ دې کښې ما يو غيبي اواز واوريدو چي: اے د خُدائے بنده! قبر مۀ کښنه، ما خاوره واپس پۀ قبر باندې واچوله خو څنګه چې د هٰغه ځائے نه د تللو د پاره ودريدم نو يو ځل بيا ما اواز واوريدو: ما بچ کړه، ما بچ کړه، ما ووئيل: وَالله! دا خو زما د ورور اواز دے، بيا ما زر د هغۀ د قبر نه خاوره لرې کړه، پۀ دې کښې مې يو ځل بيا دا غيبي اواز واوريدو: اے د خُدائے بنده! قبر مۀ کښنه، ما خاوره واپس پۀ قبر باندې واچوله او د تللو د پاره ودريدم نو هم هٰغه اواز مې بيا واوريدو: ما بچ کړه، ما بچ کړه، ما ووئيل: پۀ خُدائے مې دې قَسم وي! اوس خو به زۀ ضرور قبر کښنم، کله چې ما د خپل ورور قبر وکنستو او وه مې کتل نو د هغۀ غاړه پۀ زنځير تړلے شوې وه او ټول قبر يـې د وور نه ډک وو، دا خطرناک منظر چې مې وليدو نو ما برداشت نکړے شو او ما د هٰغه زنځير د لرې کولو د پاره پرې لاس کيښودونو زما ګوتې وريژيدېل  او د لاس نه مې جُدا شوې۔ حضرت ابو سِنان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: هغۀ چې ما ته خپل لاس وښودو نو واقعي چې د هغه 4 ګوتې ريژيدلې وې۔ ([1])

 د قبر کنده ډيره وحشت ناکه ده

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د قبر کنده ډيره وحشت ناکه ده۔ دا هٰغه کنده ده، څوک چې دا کښني، پۀ هغۀ باندې هم ډيره ويره راځي * څوک چې دا کنده ويني، هغه ترينه هم ډير ويريږي * چې خالي قبر کنستلے شوے وي نو د هغې خوا ته انسان يواځې نشي کيناستے، چې کښيني نو ويريږي۔ بيا غور اوکړئ چې دې کندې ته کتل وحشت ناک دي، د دې کنستل وحشت ناک دي،


 

 



[1]... شرح الصدور، صفحہ:177۔