Book Name:Bhayanak Qabrain
کښې هٰغه ګناهونه کوو چې اَلْاَمَان وَالْحَفِیظ...!!
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ګناه که پټه اوکړے شي او که د خلقو پۀ مخکښې اوکړے شي، ګناه خو اخر هم ګناه ده۔ او الله پاک پۀ خپله نافرمانۍ کوونکو بندګانو سخت غضب نازلوي۔ غور اوکړئ! چې دا هٰغه خلق وو کوم چې ظاهري طور نيکان وو خو پۀ پټه به يـې ګناهونه کول او يو مونږ يو چې ښکاره ګناهونه کوو او لږ شرم هم نۀ راځي، زمونږ به څۀ کيږي؟ آه! لږ سوچ خو اوکړئ! که داسې پۀ ګناهونو ګناهونو کښې قبر ته کوز شو او پۀ مونږ باندې عذاب مسلط کړے شو نو مونږ به څۀ کوو؟ که مارانو لړمانانو زمونږه کفن وشلولو او زمونږه بدن يـې قبضه کړو نو چرته به ځو؟ که د قبر د ديوالونو پۀ يو ځائے کيدو زمونږه پوښتۍ ماتې شوې او پۀ يو بَل کښې وردننه شوې نو څومره سخت تکليف به وي؟ د يو کاڼي درد خو برداشت کولے نشو که فرښتو پۀ ګورزونو وهل شروع کړل نو د دې نازکو هډوکو به څۀ کيږي؟
حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: اے ګنهګاره! تۀ د ګناه د بد انجام نه ولې بے ويرې يـې؟ حالانکه د ګناه پۀ طلب کښې اوسيدل د ګناه نه هم غټه ګناه ده، * ستا د ښي او ګڅ طرف فرښتو نه حيا نۀ کول او پۀ ګناه باندې قائم اوسيدل هم غټه ګناه ده يعنې د توبې کولو نه بغير ستا پۀ ګناه باندې قائم پاتې کيدل د دې نه هم غټه ګناه ده، * ستا پۀ ګناه کولو باندې خوشحاليدل او پۀ زوره خاندل د دې نه هم غټه ګناه ده حالانکې تا ته معلومه نۀ ده چې الله پاک به ستا سره څۀ سلوک کوي؟ * ستا پۀ ګناه کښې پۀ ناکامه کيدو باندې غمژن کيدل د دې نه هم غټه ګناه ده۔ د ګناه کولو پۀ وخت چې پۀ تيزې سيلۍ سره د دروازې پرده اوچته شي نو تۀ ويريږې خو د الله پاک د هٰغه نظر نه نۀ