Book Name:Bhayanak Qabrain
اَلْــحَـمْـدُ لـِلّٰـهِ رَبِّ الْـعٰـلَـمِیْنَ وَ الـصَّـلٰـوۃُ وَالــسَّـلَامُ عَـلٰـی خَاتَمِ النَّبِیِّيْنط
اَمَّا بَـعْدُ فَـاَعُوْذُ بِـالـلّٰـهِ مِـنَ الـشَّيْطٰنِ الـرَّجِیْمِط بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمط
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا حَبِيۡبَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا رَسُوۡلَ اللّٰه
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا نُوۡرَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا نَبِيَّ اللّٰه
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت وكړو)
يو بزرګ تير شوے دے: شيخ ابو حفص کاغذي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه۔ هغوئي چې کله وفات شو نو يو څو ورځې پس يـې خپل دوست له پۀ خوب کښې تشريف راوړلو، دوست ترينه پوښتنه اوکړه: څۀ حالات دي؟ پۀ قبر کښې درباندې څۀ تير شول؟ اوئې فرمائيل: پۀ ما ډير لوئي کرم وشو، واقعه څۀ داسې راپيښه شوه چې کله زۀ پۀ قبر کښې دفن کړے شوم نو منکر نَکِير (يعنې پۀ قبر کښې پوښتنه کوونکې فرښتې) راغلې، هغوئي زۀ کښينولم او پوښتنې يـې شروع کړې، پۀ دې کښې د الله پاک فرمان راغلے: اے فرښتو! ودريږئ۔۔۔!! فرښتې ودريدلې۔ بيا حُکم وشو: د دې بنده ګناهونه وشميرئ! فرښتو زما ګناهونه وشميرل، بيا خو زۀ ويريدم چې د دومره ګناهونو باوجود به زۀ څنګه بخښلے کيږم۔ هلته فرښتو ته حُکم وشو: دې بنده چې پۀ دُنيا کښې زمونږه پۀ خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې کوم درود شريف لوستلې دې ، اوس هغه وشميرئ! فرښتو زما لوستلے شوې درودِ پاک وشميرل ۔ د خوش قِسمتۍ نه زما لوستلے شوې درودِ پاک زما د ګناهونو نه زيات وو۔ نو فرښتو ته حُکم وشو: حَسْبُکُمْ یَامَلَائِکَتِیْ!! اے زما فرښتو! هُم دومره حساب کافي دے۔ اِذْہَبُوْا بِہٖ اِلٰی جَنَّتیْ دا بنده زما جَنَّت ته بوځئ! (يعنې د دۀ قبر د جَنَّت باغ جوړ کړئ!) ([1])