Book Name:Bhayanak Qabrain
شوه چې پۀ قافله کښې د چا سره هم کوداله يا بيلچه وغيره نۀ وه، چې قبر يـې پړې کنستے وے۔ هغوئي ګير چاپيره لټون شروع کړو، هغوئي پۀ لټولو لټولو يوې چوپړۍ ته ورسيدل، هلته صرف يوه بوډۍ وه۔ هغوئي چې پۀ چوپړۍ کښې وکتل نو پۀ يو ځائے کښې يـې کوداله وليدله۔ هغوئي بوډۍ ته خپل ضرورت بيان کړو او اوئې وئيل: د لږ ساعت د پاره راله کوداله راکړئ! مونږ به يـې د قبر کنستو نه پس واپس راوړو۔ بوډۍ ترينه وعده واخسته چې دا کوداله به تاسو لازمي واپس راوړئ۔ هغوئي وعده اوکړه او کوداله يـې واخسته او لاړل۔ قبر يـې وکنستو، هٰغه عبادت ګزار کَس يـې دفن کړو او واپس راغلل، چې واپس راغلل نو غور يـې اوکړو چې کوداله چرته ده؟ پۀ ذِهن يـې زور راوړو نو ورياد شو چې کوداله خو زمونږ نه پۀ قبر کښې هيره شوې ده۔ د بوډۍ سره يـې وعده کړې وه ځکه کوداله واپس کول ضروري وو نو دوئي واپس شول او څۀ پۀ چل ول يـې د قبر نه خاوره لرې کړه، څنګه چې قبر پرانستے شو نو يو خطرناک منظر وو، هٰغه کوداله د هٰغه کَس د غاړې طوق جوړ شوے وو، د هغه لاسونه هم د کودالې سره تړلے شوي وو۔ دا خطرناک منظر چې يـې وليدو نو خلق ويريدل، پۀ ويره يـې زر قبر بند کړو او د بوډۍ خوا له لاړل۔ ټوله واقعه يـې بيان کړه او بخښنه يـې ترينه وغوښته چې مونږ کوداله نشو واپس کولے۔ بوډۍ چې څنګه دا خبره واوريدله نو فوراً يـې ووئيل: لَا اِلَهَ اِلَّا اللَّهُ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ۔ بيا يـې ووئيل: يو څو ورځې مخکښې زما بخت رابيدار شوے وو، پۀ خوب کښې رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړے وو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي وو: دا کوداله سمبال ساته، دا کوداله به د هٰغه کَس د غاړې طوق جوړيږي کوم چې ابو بکر صِدِّيق او فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهما ته کنځلې کوي۔([1])
محفو ظ سدا رکھنا شہا بے اَدَبو ں سے اور مجھ سے بھی سَرزد نہ کبھی بے اَدَبی ہو