Bhayanak Qabrain

Book Name:Bhayanak Qabrain

د دې پۀ خوا کښې کيناستل وحشت ناک دي نو پۀ دې کنده کښې ښخيدل به څومره وحشت ناک وي۔۔۔؟ خو افسوس چې مونږ نۀ ويريږو۔ د دُنيا پۀ رنګينو کښې ورک يو، د مال، مال او بس د مال پۀ طلب کښې مصروف يو * کله سوشل ميډيا غلطه استعمالوو * کله پۀ فضولياتو کښې مشغول يو * کله د دوستانو سره فضول بلکې د ګناهونو نه پۀ ډک ګپ کښې مصروف يو۔ بس ژوند هم داسې روان دے تيريږي۔

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! ياد ساتئ چې مرګ زمونږ انتظار کوي، مونږ پۀ دُنيا کښې پيدا شو، اوس به راله مرګ ضرور راځي، قبر ته به ضرور کوزيږو۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

ثُمَّ اَمَاتَهٗ فَاَقْبَرَهٗۙ(۲۱) (پارہ:30، سورۀ عبس:21)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا يـې هغه ته مرګ ورکړو، بيا يـې هغه پۀ قبر کښې کيښودو۔

دا د الله پاک د قُدرت نخښه ده، هٰغه رَب قادِر او قَيُّوم دے * هغه مونږ د اوبو د يو څاڅکي نه پيدا کړو * صحت مند * روغ رَمټ انسانان يـې جوړ کړو * اوس زمونږ پۀ مَټو کښې طاقت هم شته * عقل هم شته * شعور هم شته * عهده * منصب او لقبونه هم شته خو ډير زر به حضرت مَلک الـموت عَلَیْهِ السَّلَام  تشريف راوړي، رُوح به د وجود نه راويستے شي او پۀ مونږ مئين به مونږ پۀ تيارۀ قبر کښې کيږدي او واپس به رانه لاړ شي۔

دِلا غافِل نہ ہو یک دَم یہ دنیا چھوڑ جانا ہے

بغیچے چھوڑ کر خالی زمیں اندر سمانا ہے

تِرا نازُک بدن بھائی جو لیٹے سَیج پھولوں پر

یہ ہوگا ایک دن بے جاں اِسے کیڑوں نے کھانا ہے

مرګ ناڅاپي هم راتلے شي

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د قبر کنده وحشت ناکه ده، د هغې نه هم زياته د ويرولو