Bhayanak Qabrain

Book Name:Bhayanak Qabrain

هر صحابيِ نبي!   جَنَّتي جَنَّتي   ټولې صحابِياتې هُم!   جَنَّتي جَنَّتي

څلور ياران د نبي!   جَنَّتي جَنَّتي   حضرتِ صديق هُم   جَنَّتي جَنَّتي

او عُمر فاروق هُم    جَنَّتي جَنَّتي   عُثمانِ غني   جَنَّتي جَنَّتي

فاطِمه او علي   جَنَّتي جَنَّتي   دي حسن حُسين   هُم جَنَّتي جَنَّتي

والدين د نبي   جَنَّتي جَنَّتي   هره بي بي د نبي   جَنَّتي جَنَّتي

دے مُعاوِيه هُم        جَنَّتي جَنَّتي   او ابُو سُفيان هُم  جَنَّتي جَنَّتي ([1])

د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم محبّت لازم دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې عبرتناکه واقعه باندې بيا بيا غور اوکړئ! هٰغه کَس عبادت ګزار وو، صرف فرض نۀ بلکې نفل نـمونځونه به يـې هم ښۀ ډير کول او چرته روان وو؟ د حج د پاره د مکے مکرمې طرف ته۔ د دې ټولو نيک اعمالو باوجود د شيَخَينِ کَرِيمَين (يعنې د حضرت ابو بکر صِدِّيق او فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهما) ګستاخ وو، ځکه د هغۀ عبادتونو، د هغۀ نفلونو، د هغۀ د حج اِرادې هيڅ هم هغه بچ نکړے شو، دا بد بخته د قبر پۀ عذاب کښې راګير شو۔

معلومه شوه چې د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ګستاخ که پۀ ظاهره * هر څومره هُم نيک وي * پۀ مخ باندې يـې ښکلې سپينه ږيره وي * د هغه چوغه او دستار پۀ زړونو باندې رُعب اچوي * پۀ تندي باندې يـې د سجدو د زياتوالي پۀ وجه محراب هم جوړ وي، چې هغه د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ګستاخ دے،نو د هغۀ دا عبادتونه د هيڅ کار نۀ دي۔

د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ګستاخ د لعنت حقدار دے

 د حضرت عَوَيم بِن سَاعِدَه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې سرکارِ نامدار، د مدينے تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلے دے: بے شکه الله پاک زۀ منتخب کړم او زما


 

 



[1]... وسائلِ فردوس، صفحہ:53۔