Book Name:Bhayanak Qabrain
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! پۀ مونږ باندې لازم دي چې قبر روښانه کوونکي کارونه اوکړو او پۀ قبر کښې د عذاب سبب جوړيدونکو کارونو نه ځان وساتو۔ مثلاً * د قبر روښانه کولو د پاره د ټولو نه وړومبے څيز عقيده ده۔ * د الله پاک پۀ باره کښې * د هغۀ د رسولانو پۀ باره کښې * د صحابۀ کرامو او اهلِ بيتو پۀ باره کښې * د اوليائے کرامو پۀ باره کښې زمونږه عقيده بالکل صحيح او د قرآن او سُنَّت مطابق پکار ده
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! * داسې د قرآنِ پاک د تلاوت عادت جوړ کړئ! خاص طور روزانه د شپې سورۀ مُلک شريف لازمي لولئ! پۀ حديثِ پاک کښې دې مبارک سُورت ته د قبر د عذاب نه د بچ کولو والا سُورت فرمائيلے شوے دے،([1]) 30 آيتونه دي، د پينځوو نه تر لسو منټو پورې وخت کښې پۀ اسانۍ سره لوستلے کيږي، څوک چې حافِظان دي، هغوئي خو يـې نور هم پۀ اسانۍ سره لوستلے شي، ځکه روزانه د شپې کم از کم يو ځل سُورۀ مُلک شريف لازمي لولئ! * پينځه واړه نـمونځونه د وخت د پابندۍ سره د جَمعې سره پۀ جومات کښې ادا کوئ * که زکوٰة فرض وي نو ادا کوئ * روژې نيسئ او * د خلقو سره ښۀ سلوک کول هم د قبر د عذاب نه د بچ کيدو اسباب دي۔ د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: پۀ هٰغه ذات مې دې قَسم وي! د کوم پۀ قبضه کښې چې زما ځان دے! کله چې مړے پۀ قبر کښې کيښودے شي نو هغه د واپس تلونکو د پيزار اواز اوري، که مؤمِن وي نو نـمونځ د هغۀ د سر طرف ته، زکوٰة ښي، روژه ګڅ او نورې ښيګړې، نيکۍ او د خلقو سره ښۀ سلوک د هغه د ښپو طرف ته راشي، د سر د طرف نه چې عذاب راځي نو نـمونځ وائي: دلته ستا د پاره هيڅ لاره نشته۔ د ښي اړخ نه چې راشي نو زکوٰة وائي: زما د طرف نه به