Book Name:Bhayanak Qabrain
موبائل پۀ اَن لاک ټيون (Unlock Tune) باندې سيټ کولے شئ د کوم پۀ وجه چې به تاسو څنګه خپل فون آن کوئ نو پخپله (Automatically) به درودِ پاک چليږي * دا سهولت هم ورکړے شوے دے چې تاسو موبائل اَن لاک کړۍ نو هٰغه درودِ پاک به ستاسو د موبائل پۀ سکرين باندې پۀ نظر راځي د دې برکت به دا وي چې تاسو به وړومبے درودِ پاک لولئ او بيا به موبائل استعمالوئ۔ نور دا چي پۀ سکرين باندې پۀ نظر راتلونکي د درودِ پاک فونټ هم پۀ خپله خوښه سيټ کولے شئ * پۀ موبائل آن کولو باندې چې څومره ځل درود شريف وئيلے کيږي د هغې شميره به پخپله درج کيږي * تاسو پۀ خپله خوښه د درودِ پاک اواز (volume) ايډجسټ کولے شۍ * د دې د ټولو نه اهمه فائده دا ده چې مونږ ته روزانه د خپل درودِ پاک والا پۀ نيک عمل مکمل کولو کښې به اساني وي۔ دا ايپلي کيشن پخپله هم ډاؤن لوډ کړئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دعوتِ اِسلامي يو ځل بيا نمانځي، د نومبر مياشت د قافلې مياشت۔
پۀ کومه کښې چې د ټول ملک نه عاشقانِ رسول * د يوې مياشتې * د 12 ورځو * او د دريو ورځو قافلو کښې سفر کوي۔ هسې خو دا ډير ګران او د صبر کار دے، خو ياد ساتئ چې د نيکۍ دعوت ورکول او پۀ دې لاره کښې مشقت کول سُنَّتِ انبيا علَيهِمُ السَّلام دے * انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام * صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم * نيکان خلق به د نيکۍ د دعوت ورکولو د پاره د کورونو نه وتل * لرې پرتو علاقو ته به تلل * هجرت به يـې کولو او * خواري به يـې کوله او د دِين پيغام به يـې عام کولو * د مخکښينو خلقو پۀ قربانو