Book Name:Bhayanak Qabrain
ذاتِ والا پہ بار بار دُرود بار بار اور بے شُمار دُرود
گورِ بیکس کو شمع سے کیا کام ہو چراغِ سَرِ مَزار دُرود
قبر میں خوب کام آتی ہے بیکسوں کی ہے یارِ غار دُرود
اے حسؔن خارِ غم کو دِل سے نکال غمزدوں کی ہے غمگُسار دُرود([1])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! څومره ښکلې خبره ده، د قبر د حساب نه، د قبر د عذاب نه، د منکر نکير د سوالونو نه د نجات موندلو بهترينه وظيفه ده: د درودِ پاک کثرت کوئ!
الله پاک دې مونږ ته پۀ کثرت سره د درودِ پاک لوستلو توفيق راعطا کړي۔ خواجه ضياءُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: کوم بنده چې نيک نـمونځ ګزاره وي او پۀ کثرت سره درودِ پاک لولي، چې کله هغه مړ شي او قبر ته کوز کړے شي نو منکر نَکِير (يعنې پۀ قبر کښې پوښتنه کوونکې فرښتې) د هغۀ نه معمولي شان حساب اخلي، بيا د هغۀ قبر د نظر تر حده پورې پراخه کړے شي، قبر پۀ نُور باندې رڼا شي، بيا پۀ دې کښې د هغۀ جَنَّتي کور ودانې [يعنې ښځه] قبر ته را ورسي، د هغې پۀ غاړه د ملغلرو اميل وي، چې څنګه دا بنده د هغه اميل طرف ته اشاره اوکړي نو اميل وشليږي او راپريوځي، د هغۀ جَنَّتي ښځه وائي: د پريشانۍ خبره نۀ ده، مونږ به دا ملغلرې پۀ راغونډې کړو ۔ دا دواړه به پۀ شريکه ملغلرې راټولول شروع کړې ۔ بس دوئي به لا هٰغه ټولې ملغلرې راغونډې هم نه وي چې قيامت به قائم شي۔ ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې د درودِ پاک پۀ برکت سره د قبر د تنګۍ نه هُم نجات حاصليږي، د هٰغه ځائے ويره او تنهائي هم لرې کيږي او د قبر پۀ سوونو کاله قيام هُم پۀ يو څو ساعتونو کښې تيريږي۔ الله پاک دې مونږ ته هم پۀ کثرت سره د درودِ پاک د