Book Name:Bhayanak Qabrain
والا خبره دا ده چې مونږ ته نۀ ده معلومه چې مونږ به کله دې کندې ته کوزولے کيږو۔ آه! دا ساګانې ودريدونکې دي۔ څۀ پته لګي! چې هُم نن مرګ راشي۔ مونږ پۀ خپلو لاسونو څومره داسې قبر ته کوز کړي هم دي، څومره داسې جنازې مو کړې هم دي، د کومو د دفن کولو پۀ وخت چې هُم مونږ وايو: مرحوم سحر هم زما سره وو۔ پرون مونږه يو ځائے ډوډۍ خوړلې وه۔
کله چي ناڅاپه چرته د چا د مرګ نه خبر شو،نو مونږ پۀ حيرانتيا سره وايو: پۀ هغۀ څۀ وشو؟ اوس لږ مخکښې خو هغه دلته وو او ښۀ روغ رمټ وو؟ آؤ جي! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ داسې جُملې د نورو د پاره وايو، ممکن ده چې سبا هم داسې جملې زمونږ پۀ باره کښې خلق وائي۔ پۀ هغه څۀ وشو؟ اوس خو هُم دلته وو، ښۀ روغ رَمَټ وو؟ آه! مرګ رانزدې دے، ډير رانزدې دے۔ د مرګ کنده زمونږ انتظار کوي، ډير سخت انتظار مو کوي خو افسوس چې مونږ ټيک کيدو ته هډو تيار نۀ يو۔
کس بَلا کی مے سے ہیں سَرشار ہم دِن ڈھلا ہوتے نہیں ہُشیار ہم
صَدقہ اپنے بازوؤں کا المدد کیسے توڑیں یہ بُتِ پِنْدار ہم
اپنی رحمت کی طرف دیکھیں حضور جانتے ہیں جیسے ہیں بدکار ہم([1])
مفهوم: دا د ګناهونو نشه هم څومره خوفناکه ده چې ژوند پۀ ختميدو دے خو مونږ د غفلت نه بيخي رابيداريږو نۀ، يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! د غريبانو ملاتړ کوونکو زورورو مټو پۀ خاطِر مونږ د خود سرۍ دا نشه څنګه ماته کړو، مونږ ډير ګنهګاران يو، تاسو مونږ ته مۀ ګورئ، د خپل رحمت طرف ته وګورئ او زمونږ پۀ حال باندې کرم اوکړئ۔
خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عذابونو حال وليدل۔۔۔!!
د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت عليُّ المُرتضٰی شير خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بيان کوي چې