Bhayanak Qabrain

Book Name:Bhayanak Qabrain

غورځولو، ما پوښتتنه اوکړه: دا کوم خلق دي؟

اخر ما ته ووئيلے شو چې هٰغه (وړومبے) کَس د چا سر چې چقولے کيدو چې دماغ به يـې يو خوا او ګټه بل خوا غورځيدله، دا هغه کس دے چا چې به د ماسخوتن نـمونځ نه کولو او پۀ نورو نـمونځونو کښې به يـې ناراستي کوله دا به دوزخ ته د غورځولو پورې هم داسې وهلے شي او هٰغه (دويم کَس) د کوم وښکي چې د اوسپنې پۀ انبور شلولے کيدل دا د هغه خلقو عذاب دے کومو به چې پۀ مسلمانانو کښې فساد خورولو او چغل خوري به يـې کوله، دوئي ته به هُم دا عذاب مسلسل ورکړے کيږي تر دې پورې چې دوزخ ته به وغورځولے شي او هٰغه (دريم کَس) د چا پۀ خُله کښې چې کاڼې اچولے کيدل هغه سود خور دے هغه ته به هُم دوزخ ته د تلو پورې دا عذاب ورکړے کيږي او هٰغه (څلورم منظر  چرته چې تاسو بربنډ خلق وليدل) بربنډ خلق بدکاران وو او کوم سخا بوئي چې ترينه راتللو هغه د هغوئي د مخصوص اندامونو وو، دوئي ته به هم دوزخ ته د تلو پورې دا عذاب ورکولے شي او (پۀ پينځم منظر کښې) چې کوم ليوني کَسان تاسو وليدل هغوئي د قومِ لُوط پۀ شان ګنده کار [پخپله] کوونکي او پۀ [نورو] کوونکي وو، هغوئي به هم دوزخ ته د غورځولو پورې پۀ دې عذاب کښې اخته وي او (پۀ شپږم ځائے کښې هٰغه) د وور نه ډکه پۀ زمکه کښې دننه قيد خانه دوزخ وو۔ ([1])

اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اندازۀ ولګوئ چې دا د برزخ حالات دي، دا د هٰغه خلقو حالات دي کوم چې نن پۀ قبرونو کښې دي، آه! د بهر نه خاموشه پۀ نظر راتلونکو دې قبرونو ته وګورئ چې څومره وحشت ناک منظرونه پکښې پټ دي۔

یاخدا میری مغفرت فرما                                                                       باغِ فِردوس مَرحَمَت فرما

تُو گناہوں کو کر مُعاف اللہ!                                                         میری مقبول معذِرت فرما

مصطَفٰے کا وسیلہ توبہ پر                                                                                     تُو عنایت مُداوَمَت  فرما ([2])


 

 



[1]... تاریخ دِمشق، جلد:19، صفحہ:451۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:75 ملتقطاً۔