Bhayanak Qabrain

Book Name:Bhayanak Qabrain

شو. حضور صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّم وفرمائيل: هغوئي به ستاسو وروڼه او ستاسو د قوم خلک وي، د شپې به ستاسو په شان عبادتونه کوي، خو په يواځې ځائے کښې به د بدو کارونو مرتکب کيږي (يعنې ګناهونه به کوي). ([1])

په يو بل روايت کښې دي: هغوئي به نمونځونه کوي، روژې به نيسي، د خوب نه به راپاڅي او په شپو کښ به قيام کوي، خو کله چې هغوئي ته څۀ حرام څيز پېش کړے شي نو هغوئي به په هغې ورټوپ کوي، نو الله پاک به د هغوئي اعمال باطل کړي. ([2])

حضرت ابراهيم تيمي رَحْمَۃُ اللہِ عَلَیْہ فرمائي: زۀ به د مرګ  يادولو د پاره پۀ کثرت سره هديرې ته تلم راتلم، يوه ورځ زۀ پۀ هديره کښې ووم چې پۀ ما باندې خوب غلبه اوکړه او زۀ اودۀ شوم نو ما پۀ خوب کښې يو پرانستے قبر وليدو او د يو کَس نه مې دا واوريدل چي: دا زنځير اونيسه او د دۀ خُلې ته يـې وردننه کړه او د دۀ شاته پۀ مخصوص ځائے يـې رابهر کړه! هٰغه مړي ووئيل: يا رَب عَزَّ وَجَلَّ! آيا ما به قرآن نۀ لوستلو؟ آيا ما به ستا د حُرمت والا کور حج نۀ کولو؟ بيا هغه هم داسې پۀ يوې پسې بَله وئيله نو ما د يو کَس نه دا واوريدل: تا به د خلقو پۀ مخکښې دا اعمال کول خو چې کله به تۀ يواځې شوې نو د نافرمانو پۀ ذريعه به دې زما سره د جنګ اعلان کولو او زما نه به نۀ ويريدلې۔ ([3])

اَللہُ اَکْبَر! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! تصور اوکړئ! څوک به داسې وي چې دومره خطرناک عذاب برداشت کړے شي۔۔۔!! يقيناً پۀ مونږ کښې به پۀ چا کښې هم دومره همت نۀ وي خو افسوس چې مونږ نۀ ويريږو، پۀ غفلت کښې اخته يو، ناراستي کوو، د خلقو نه که وشرميږو او ګناه پريږدو، د بدو کارونو نه ځان وساتو خو پۀ تنهايۀ


 

 



[1].. . ابن ماجہ، کتاب الزہد، باب ذکر الذنوب، صفحہ:688، حدیث:4245۔

[2].. . حلیۃ الاولیا، جلد:1، صفحہ:233، حدیث:575۔

[3]... الزواجر، مقدمہ، جلد:1، صفحہ:30۔