Book Name:Bhayanak Qabrain
د پاره يـې زما اصحاب خوښ کړل، بيا يـې پۀ هغوئي کښې څۀ زما وزيران، معاون او خپلوان جوړ کړل، فَمَنْ سَبَّہُمْ فَعَلَیْہِ لَعْنَۃُ اللّٰہِ وَالْمَلَائِکَۃِ وَالنَّاسِ اَجْمَعِیْنَ بس څوک چې دوئي ته کنځل کوي، پۀ هغۀ باندې * د الله پاک * د هغه د ټولو فرښتو * او د ټولو خلقو لعنت دے، لَایَقْبَلُ اللّٰہُ مِنْہُ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ صَرْفًا وَّلَا عَدْلًا د قيامت پۀ ورځ باندې به الله پاک نۀ د هغۀ څۀ فرض قبلوي نۀ نفل۔([1])
پۀ يو حديث شريف کښې دي: زما د صحابؤ پۀ باره کښې د الله پاک نه ويريږئ زما نه پس دوئي (پۀ خپلو تهمتونو او پۀ غلطو خبرو) مۀ پۀ نخښه کوئ، پس چا چې د دوئي سره محبت اوکړو، نو هغۀ زما سره د محبت پۀ وجه داسې اوکړل او چا چې د دوئي سره بُغض وساتو نو هغۀ (پۀ حقيقت کښې) زما سره د بُغض پۀ وجه داسې اوکړل، چا چې دوئي ته تکليف ورسولو، هغۀ ما ته تکليف راورسولو او چا چې ما ته تکليف راورسولو، هغۀ الله پاک ته تکليف ورسولو او څوک چې الله پاک ته تکليف رسوي، زر به الله پاک هغه راګير کړي۔([2])
پۀ حديثِ پاک کښې دي: وَمَنْ اَسَاءَ الْقَوْلَ فِیْ اَصْحَابِیْ کَانَ مُخَالِفاً لِسُنَّتِیْ چا چې زما د اصحابو پۀ باره کښې غلطه خبره اوکړه نو هغه زما د طريقې نه لرې شو، وَمَأْوَاہُ النَّارُ وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ او د هغۀ ځائے وور دے او هغه څومره بد ځائے دے د واپس ګرځيدو۔([3])
الله پاک دې زمونږ د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د ښه ډير ادب او احترام کولو توفيق نصيب کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ د قبر د عذاب نه د الله پاک پناه غواړو، الله پاک