Book Name:Bhayanak Qabrain
* اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي د دِين نُور تقسيموونکے ديني تنظيم دے * کم از کم فرض عِلمِ دِين لکه د اودس، غسل، نـمونځ، جنازې، روژې، زکوٰة وغيره ضروري مسئلې خو دې هر مسلمان زده کړي، دعوتِ اِسلامي د دې اراده لري * د دې مقصد د پاره دعوتِ اِسلامي ډير شارټ کورسونه کوي، لکه * د 7 ورځو فيضانِ نماز کورس * د 7 ورځو د 12 ديني کارونو کورس * د 7 ورځو اِصلاحِ اَعمَال کورس۔ او نور هم ډير کورسونه کولے شي۔
تاسو هم دا مختصر مختصر کورسونه وکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به درنصيب شي * چې دِين زده کړئ نو الله پاک به راضي شي * پۀ رزق کښې به مو برکت راشي * د عِلمِ دِين خزانه به حاصله کړئ * د نيکو ذِهن به مو جوړيږي * د الله پاک عبادت چې پۀ صحيح انداز اوکړئ نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! کرم به هُم کيږي * د شارټ کورسونو دا فائده هم وي چې انسان پۀ غير محسوس انداز کښې ډير څۀ زده کړي * کار روزګار يـې هم نه خرابيږي او پۀ يو څو ورځو کښې ډير معلومات حاصل شي * لکه څنګه چې نـمونځ دے، د دې احکام او مسائل خو دومره ډير دي چې کتابونه ترينه ډک دي، زمونږ پۀ شان خلق به دومره غټ غټ کتابونه څنګه لولي؟ دومره وخت به څنګه اوباسي؟ ځکه اسانه طريقه دا ده چې د 7 ورځو فيضانِ نماز کورس وکړئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې غټو غټو کتابونو نچوړ به درته ښودلے کيږي * بيا به مو ديني ماحول هم نصيب شي * د نيکانو خلقو صحبت به مو هم نصيب شي، د دې خپل برکتونه دي۔
راځئ چې د ترغيب د پاره يو مَدَني سپرلے واورو:
بے لارې شوے ځوي يـې د نيکۍ پۀ لار روان شو
د يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده چې زمونږ د علاقې يو ځوان کوم چې د مور پلار يو ځوي وو، د غلط صحبت پۀ وجه پۀ چرسو څښلو راواوړيدو، د کور نه بهر وخت تيرول