Bhayanak Qabrain

Book Name:Bhayanak Qabrain

حضور نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يوه ورځ د سحر د نـمونځ جَمعه ورکړه او زمونږ طرف ته متوجه شو او ارشاد يـې وفرمائيلو: د شپې زما خوا ته دوه فرښتې حاضرې شوې او زۀ يـې د اسمان طرف ته بوتلم * ما يوه فرښته وليدله، د چا پۀ لاس کښې چې يوه غټه ګټه وه او د هغه مخې ته يو انسان وو فرښتې به هغه ګټه د هغۀ سر ته راچوله د دې سره به يـې دماغ  يو طرف ته  وبهيدل او ګټه به بل اړخ ته پريوتله، ما پوښتنه اوکړه: دا څوک دے؟ فرښتو ووئيل: وړاندې تشريف يوسئ۔ * وړاندې مې هُم يوه فرښته وليدله کومې چې خپلې مخې ته د پروت انسان کله ښۍ او کله ګڅ وښکے د اوسپنې پۀ انبور سره شلولو او تر غوږونو پورې به يـې رسولو، ما ووئيل: دا څوک دے؟ فرښتې ووئيل: وړاندې تشريف يوسئ۔ * زۀ چې وړاندې لاړم نو د وينې يونهر مې وليدلو کوم چې د کَټوۍ پۀ شان خوټکيدلو، پۀ هغې کښې بربنډ [يعنې لَغَړ] خلق وو او د وَلې پۀ غاړو باندې فرښتې لوټو پۀ لاس موجودې وې څوک چې به هم د وَلې نه بهر وتلو هغه به يـې پۀ لوټه ويشتو پۀ کومې چې به هغه بيرته نهر ته غورځيدلو تر دې چې د هغې بيخ ته به رسيدو، ما پوښتنه اوکړه: دا کوم خلق دي؟ فرښتو ووئيل: وړاندې لاړ شئ۔ * زۀ چې وړاندې لاړم نو ما يو کور وليدو د کوم لاندې حصه چې د بره حصې نه ډيره تنګه وه، پۀ دې کښې هُم بربنډ خلق وو پۀ کومو پسې چې لاندې وور بليدو او دومره سخا بوئي ترينه راتللو چې ما د هغې نه د بچ کيدو د پاره خپله پوزۀ ونيوله او پوښتنه مې اوکړه: دا څوک دي؟ فرښتو ووئيل: وړاندې تشريف يوسئ۔ * وړاندې چې لاړم نو اومې کتل چې پۀ يو توره غونډۍ باندې ليوني خلق دي او د هغوئي په ورستې مقام کښې وور ورپوکلے  شي کوم چې د هغوئي پۀ خُلو، د پوزې پۀ سورو، پۀ سترګو او غوږونو راووځي، ما پوښتنه اوکړه: دا کوم خلق دي؟ ما ته ووئيلے شو: وړاندې لاړ شئ۔ * زۀ چې وړاندې لاړم نو د وور نه ډکه پۀ زمکه کښې دننه مې يوه قيد خانه وليدله پۀ کومې چې يوه فرښته مقرر وه، د هغه وور نه چې به څوک هم راوتو نو فرښته به ورپسې کيدله تر دې پورې چې هغه به يـې بيرته هٰغه ځائے ته